پاكستان د او اي سي ډي ملټي ليټرل كنونشن غړے دے٬

تر راروان كال آخر به مونږ ته د ټېكس پټولو معلومات په لاس راشي ۔د خزانې وزير اسحاق ډار اسمبلۍ ته بيان

پاكستان د او اي سي ډي ملټي ليټرل كنونشن غړے دے٬
تر راروان كال آخر به مونږ ته د ټېكس پټولو معلومات په لاس راشي ۔د خزانې وزير اسحاق ډار اسمبلۍ ته بيان

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي پاكستان د او اي سي ډي ملټي ليټرل كنونشن غړې دې تر ٬راروان كال آخر به مونږ له د ټېكس پټولو معلومات په لاس راشي ۔د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې اسحاق ډار ووئيل مونږ اقتدار سنبهالولو نه پس سويټزر لينډ سره د ټېكس په حقله معلوماتو لپاره په لوظ نامه كار پیل كړې۔

د هغوي د اړخه اېم او اېف او د ټېكس څخه د استثنٰی ډيمانډ راغلې وو٬ ده ووئېل اوس پھ هغې پېشرفت كېږي٬د پارلمان څخه به منظوري اخستلې شي۔مونږ د كابينې څخه منظوري وركړی۔ ده ووئېل هيله ده 2017 تر جون به پھ دې لاس ليك وكړې شي۔۔ده ووئېل د اي سي ډې ملټې ليټرل كنونشن 103 غړي لري٬د ستمبر په 14مه نېټھ مونږ پھ دې لاس ليك كړی٬پاكستان د او اي سي ډي 104م غړے هېواد دے۔ده ووئيل هيله ده چې د روان كال تر آخر به دا آپرېشنل شي او مونږ له به بيا د ټېكس پټولو معلومات په لاس راشي.