پھ كشميريانو د ظلم كولو سره د هند سيكولر مخ په ډاګه شوے٬

هند كه بريد وكړو نو د نتيجې نه به هم خبر شي۔د وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

پھ كشميريانو د ظلم كولو سره د هند سيكولر مخ په ډاګه شوے٬
هند كه بريد وكړو نو د نتيجې نه به هم خبر شي۔د وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 27ستمبر 2016ء) د سرحدي چارو وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ وئېلي دي د هند وزيراعظم نريندرمودي او د هغه سركار د بليك ميلنګ سياست كوي٬ پھ كشميريانو ظلم كولو سره د هند سيكولر مخ په ډاګه شوے دے ٬هند كه بريد وكړو نو د نتيجې نه به هم خبر شي۔د نهې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان يو اتومي طاقت دے٬جنګ د ماشومانو لوبه نه ده٬هند دې په پاكستان د بريد غلطي ونه كړي۔

ده ووئېل نريندر مودي په معصومانه بيانونو د چا په ايجنډا كار كوي٬هند كه بريد وكړو نو د نتيجې نه به يې هم خبر شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پھ كشميريانو ظلمونو سره د هند سيكولر مخ په ډاګه شوې۔ده ووئيل ټول قام د پوځ سره ولاړ دے۔راحيل شريف نر جنرال دے او د هندي جنګي جنون په اړه د هغه بيان د ډاډ وړ دے۔ ده ووئېل كه جنګ پېل شو نو ټول قام به د خپل پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔