قامي اسمبلۍ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو لخوا د فاټا خېبر پښتونخوا كښې د انضمام ملاتړ

قامي اسمبلۍ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو لخوا د فاټا خېبر پښتونخوا كښې د انضمام ملاتړ

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) قامي اسمبلۍ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو لخوا د فاټا خېبر پښتونخوا كښې د انضمام ملاتړ كولو سره وئيلي دي حكومت له په دې لړ كښې خپل لوظونه عملي كول پكار دي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په اصلاحاتو بحث كښې د پيپلز ګوند ډاكتړ عذرا فضل ووئيل حكومت له خپل لوظونه ترسره كول پكار دي٬ فاټا له انصاف وركول پكار دي٬ بايد د فاټا اولس ته خپل حق كښې د قانون جوړولو واك وي٬ دې ووئېل د فاټا انضمام نه پس پرمختيائي عمل دوامداره پكار دے۔

د تحريك انصاف غړي علی محمد خان ووئيل د فاټا انضمام پحقله مونږ له د چا ډكېټېشن نه دي اخستل پكار ٬ پيپلز ګوند٬ مسلم ليګ (ن)٬ جماعت اسلامي٬ پي ټي آئي او اے اېن پي د فاټا انضمام په حق كښې دي٬ د فاټا اولس د فاټا انضمام غواري۔ ۔ صاحبزادہ طارق اللہ ووئيل د فاټا انضمام په آخري پړاٶ كښې دے٬ انشاء الله بشپړېدونكې دے٬ ده ووئېل د فاټا د اولس چې كومې محرومۍ دي انضمام سره به د دغه لرې شي۔ د اېم كيو اېم شېخ صلاح الدین د فاټا د 30 لكه اولس لپاره د اېف سي آر د قانون خاتمه پكار ده٬ قبائيلي سيمو كښې د تعليم٬ صحت او نورې آسانۍ دې باوري كړې شي٬ مونږ د فاټا د انضمام په ضد نه يو خو د فاټا د سباٶن پرېكړه بايد د رېفرنډم د لارې وكړې شي۔