د فاټا په اسمبليو كښې نمائندګۍ او د اېف سي آر په ختمولو كار روان دے ٬د فاټا انضمام پحقله دا مهال بل نه راوړلې كېږي۔ د عبدالقادر بلوچ قامي اسمبلۍ ته ځواب

د فاټا په اسمبليو كښې نمائندګۍ او د اېف سي آر په ختمولو كار روان دے ٬د فاټا انضمام پحقله دا مهال بل نه راوړلې كېږي۔ د عبدالقادر بلوچ قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) د سېفران وفاقي وزير لېفټېننټ جنرال (ر) عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د فاټا په اسمبليو كښې د نمائندګۍ او د اېف سي آر خاتمې پحقله كار روان دے ٬د فاټا انضمام پحقله دا مهال يو بل نه راوړلې كېږي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا اصلاحاتو پحقله د مولانا فضل الرحمان او نورو غړو د نكاتو په ځواب ده ووئيل د كال 2018 په ټاكنو كښې په صوبائي او قامي اسمبلۍ الېكشن كښې هېڅ بدلون نه كوٶ او يو كال پس به دغلته بلدياتي ټاكلې كولې شي٬ ده ةووئېل مونږ پنځه كاله پس د فاټا د انضمام خبره نه وه كرې بلكې مونږ وئيلي وٶ چې پنځه كال كښې دننه به انضمام كوٶ٬ ده ووئېل درې كاله تېر شول٬ تر څو چې فاټا كښې انفراسټركچر نوې ترسره شوې دا عمل پېل كېدې نشي۔