بايد هره يوه اداره په خپل حد دننه كار وكړي٬ څوك جې د خپلو ګوندونو وفادار نه وي هغوي به د هېواد او قام سره څه وفا وكړي٬

كه دوه درې ځله سپيځلې ټاكنې وشوې نو لا بهتري به راشي٬په ګوندونو كښې به جمهوري طرز فكر هغه وخت قوي شي كله چې خلق د شخصيت په ځاې منشور له رائے وركړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن دستورې ته وېنا

بايد هره يوه اداره په خپل حد دننه كار وكړي٬ څوك جې د خپلو ګوندونو وفادار نه وي هغوي به د هېواد او قام سره څه وفا وكړي٬
كه دوه درې ځله سپيځلې ټاكنې وشوې نو لا بهتري به راشي٬په ګوندونو كښې به جمهوري طرز فكر هغه وخت قوي شي كله چې خلق د شخصيت په ځاې منشور له رائے وركړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن دستورې ته وېنا

اسلام آبا (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي بايد هره يوه اداره په خپل حد دننه كار وكړي٬وفادارۍ بدلونكي چې ګوندونو سره وفادار نه وي نو هغوي به هېواد او قام سره څنګه وفا وكړي٬كه دوه درې ځلې سپيځلې ټاكنې وشوې نو لا بهتري به راشي٬په ګوندونو كښې به جمهوري طرز فكر هغه وخت قوي شي كله چې خلق د شخصيت په ځاې منشور له رائے وركړي۔

ده دا خبرې د شورو په ورځ د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن لخوا د ده په درنښت كښې جوړی دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔سردار اياز صادق ووئيل د كال 1977 نه پس په اوسني دور كښې تر ټولو مهمه قانون سازي شوې۔د كال 2013 نه تر 2018 د هېواد 14مې قامي اسمبلۍ 136 بلونه منظور كړي او 49 نوي قوانين يې جوړ كړي۔په دې كښې تر ټولو مهم قانون د قرآن پاك د لازمي تعليم بل دے٬ ده ووئېل د دې سره د ټاكنو ايكټ او اطلاعات ته د رسنې پشمول نوره مهمه قانون سازي شوې۔

ده ووئيل څلور آئيني تراميم منظور كړی شوي چې پكښې د دوو تعلق د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د دوو تعلق انتخابي قوانينو سره دے٬ 16 پرائيوېټ ممبر بل منظور كړی شوي۔ده ووئيل د پرلت په زمانه كښې د پي ټي آئي د استعفٰی ګانو په وخت ما د آئين٬قانون او د عدليې پريكړې تر مخه پريكړه كړی٬څوارلسمې قامي اسمبلۍ ته د شپږم بجټ وړاندې كولو اعزاز ترلاسه شوې۔سپېكر ووئيل قامي اسمبلۍ د ټول كال بجټ ځكه وړاندې كړو چې په دې كښې دفاعي اخراجات او د تنخاګانو څخه د ټېكس اخستلو پشمول مهمې چارې شاملې وې٬د حكومت لخوا زه په دې لړ كښې مطمئن كړې شوې ووم۔

ده ووئيل د قامي سلامتيا چارو څارنې لپاره د اپوزېشن په غوښتنه مو د دوي په مشرۍ كښې د پارلمان خاص كمېټي جوړه كړه٬په 34 كمېټو كښې د لسو كمېټو د چيئرمېن تعلق د مخالفې ډلې څخه وو۔ سپېكر اياز صادق ووئېل د پي اے سي د چيئرمېن چوكۍ د مخالفې ډلې مشر له وركړی شوې ۔ده ووئيل وړاندې د پارلماني مطالعې كوم تصور نه وو خو اوس مونږ په بېلا بېلو 17 پوهنتونونو كښې د پارلماني مطالعې مضمون شامل كړے دے۔