د انتهاخوښۍ نظريات ته وده وركوونكو بهرنيو عواملو ته هم د پام كولو ضرورت دے٬غېر ملكي مداخله او قبضه،

د اوږدې مودې نه روانې شخړې٬په نړيواله كچه د قانون حكمرانۍ كمې او د كډوالو سماجي او سياسي محرومۍ هم د تشدد او انتهاخوښۍ پھ وده كښې كردار ترسره كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي ډاكټر مليحه لودهي د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وېنا پاكستانې استازې پھ غزه كښې د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل رياستي ترهګرې غندنه وكړه

ملګري ملتونه (پاکستان پوائنٹ نیوز 16 مئی 2018ء) پاكستان وئيلي دي د انتهاخوښۍ نظريات ته وده وركوونكو بهرنيو عواملو ته هم د پام كولو ضرورت دے٬غېر ملكي مداخله او قبضه٬د اوږدې مودې نه روانې شخړې٬په نړيواله كچه د قانون د حكمرانۍ كمې او د كډوالو سماجي او سياسي محرومۍ هم د تشدد او انتهاخوښۍ پھ وده كښې كردار ترسره كوي۔ دا خبرې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د عمومي اسمبلې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔

په دې موقع پاكستانې استازې پھ غزه كښې د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د رياستي ترهګرې غندنه هم وكړه۔ پاكستانې استازې ووئيل مونږ له به د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره په كال 2006م كښې د خپلې كړې حكمت عملې له مخې پرتشدد انتهاخوښې ته د وده وركوونكو په سوال هم توجه كول وي۔ هغې ووئيل د دې حكمت عملې په څلورو بنيادي نكاتو كښې ترهګرې لپاره د ساز ګار ماحول له مېنځه وړل٬ د ترهګرې مخ نيوې او د ترهګرې له مېنځه وړلو لپاره د رياستونو د كار استعداد زياتول او د بشري حقونو احترام او د قانون حكمراني باوري كولو لپاره اقدامات شامل دي۔

پاكستانې استازې د سلامتي كونسل د غونډې نه وړاندې د نړۍ د 15 هېوادونو د استازو مېلمستيا هم وكړه۔ په دې موقع هم د ترهګرې په اړه د نړيوالې ادارې په حكمت عملې خبرې اترې وشوې۔