د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان سره د المان د كاروباري كسانو پلاوي ملاقات وكړو

د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان سره د المان د كاروباري كسانو پلاوي ملاقات وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان سره د المان د كاروباري كسانو پلاوي ملاقات وكړو۔ د پلاوي مشري د المان د فېډرل فارن آفس سټېټ سېكتر سټيفن سټېلين وكړه۔ د تجارت وفاقي وزير د پلاوي هركلې وكړو او وې وئيل چې پاكستان د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د بېلا بېلو ستونزو نه رابهر كېږي۔

او اوس د پاكستان د سركاري څانګې ماليات مستحكم دي۔ ده ووئيل چې د سي پېك په نتيجه كښې به سيمه ايز روابط لا ښه شي او همدا په پاكستان كښې د سرمايه كارې كولو درست او مناسب وخت دے۔ د المان كمپنو ومنله چې د پاكستان حالات ډېر ښه شوي دي او اوس پاكستان د وړاندې نه زيات محفوظ او په اقتصادي لحاظ مستحكم دے۔ دوي په پاكستان كښې په سرمايه كارې كولو كښې خوښي هم څرګنده كړه۔