وزیراعظم محمد نوازشریف د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د كشمير په شخړه د پاكستان د دريځ او د كشميريانو د هيلو ترجماني كړې۔ سياسي مشران

وزیراعظم محمد نوازشریف د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د كشمير په شخړه د پاكستان د دريځ او د كشميريانو د هيلو ترجماني كړې۔ سياسي مشران

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23ستمبر 2016ء) سياسي مشرانو وئيلي دي چې وزیراعظم محمد نوازشریف د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د كشمير په شخړه د پاكستان د دريځ او د كشميريانو د هيلو ترجماني كړې٬ دوي وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې د كشمير كشالې هواري او هلته د بنيادي بشري حقونو د خلاف ورزو مخنيوي له خپل كردار ولوبوي٬ پاك پوځ د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له چمتو دے۔

د دې خيالاتو څرګندونه دوي د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ د پاکستان مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړې شزا فاطمه خواجه ووئيل چې وزیراعظم محمد نوازشریف د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د كشمير كشاله په ښه ډول نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كړې۔ دې ووئيل وزیراعظم نړيواله ټولنه خبره كړې چې مونږ په سوله ايز ډول د كشمېر پشمول ټولې مسئلې هوارول غواړو٬ نړيواله ورورولې دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشالې هواري له په هند فشار واچوي۔ د پيپلز ګوند سناتور تاج حېدر ووئيل ملګرو ملتونو له د خبرو په ځائ د كشمير كشاله هوارول پكار دي٬ هند د ملګرو ملتونو د چارټر عملي كولو نه ډډه كوي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له د كشمير مسئلې په هواري كښې كردار لوبول پكار دي۔