د راروان مالي كال 19-2018 لپاره وفاقي بجټ وړاندې كولو تيارۍ روانې دي٬بجټ به(سبا) وړاندې كولې شي

د راروان مالي كال 19-2018 لپاره وفاقي بجټ وړاندې كولو تيارۍ روانې دي٬بجټ به(سبا) وړاندې كولې شي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 25اپریل 2018ء) د راروان مالي كال 19-2018 لپاره وفاقي بجټ وړاندې كولو تيارۍ روانې دي۔وفاقي بجټ به(سبا)د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كولې شي۔د ميډيا له مخې راروان مالي كال بجټ به متوازن وي چې پكښې به اقتصادي استحكام او شرح نمو ته خاص پام لرنه كولې شي۔حكومت د بجټ دستاويز تيارۍ لپاره ټولو شراكتدارو سره مشاورت بشپړه كړې۔

بجټ كښې به د حكومتي پالېسو تسلسل عكاسي كولې شي او پھ دې كښې كوم لويې بدلون متوقع نه دې۔د راروان مالي كال بجټ په اړه ټولو محكمو٬وزارتونو سره سره نورو شراكتدارو پشمول كاروباري ورورولۍ استازو هم مشاورت شوې او د هغوي څخه تجاويز ترلاسه كړی شوي۔د راروان مالي كال پھ مهال به محصولات زياتوالي او د ټېكس بنياد پراخا كولو لپاره د ټېكس نظام كښې لا بهترۍ لپاره اقدامات كولې شي چې پكښې به ټېكس وركونكو ته آسانۍ ترلاسه شي۔