حكومت په هېواد كښې معياري تعليم او خواندګۍ شرح زياتولو ته خاص پام لرنه كوي۔وفاقي وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان

حكومت په هېواد كښې معياري تعليم او خواندګۍ شرح زياتولو ته خاص پام لرنه كوي۔وفاقي وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 25اپریل 2018ء) د تعليم او پیشه ورنه تربيې وفاقي وزير انجينئر محمد بليغ الرحمان وئېلي دي چې حكومت په هېواد كښې معياري تعليم او خواندګۍ شرح زياتولو ته خاص پام لرنه كوي۔د شورو په ورځ پھ اكېډمي آف ايجوكېشن پلاننګ اينډ منيجمنټ كښې د سكولونو څخه بهر 10 لكه ماشومانو ته د تعليم وركولو پروګرام پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔

پھ دې موقع ده ووئيل چې د سكولونو نه بهر ماشومان يو لويې چېلنج دې خو د حكومت لخوا د پورته كړی شويو ګامونو په سبب په هېواد كښې پھ سكولونو كښې د داخلې شرح زياته شوې او د تعليم ترسره كولو نه غېر سكول پرېښودلو ماشومانو شرح كښې كمه شوې۔بليغ الرحمان ووئيل چې دا خبره د ستائنې وړ ده چې د امريكې د كډوالو كمېټۍ (اے آر سي)قطر اداره education Abov All Foundation اشتراك سره"يو ماشومان ته تعليم وركولو"له مخې پاكستان كښې د سكولونو څخه بهر 10 لكه ماشومانو له د داخلې وركولو پروګرام پیل كړی۔

ده په غېر رسمي تعليم زور راوړو۔ده ووئيل چې د معياري تعليم لپاره د استاذانو تربيې ته اړتيا ده۔ په دې موقع په پاکستان كښې د قطر سفیر سقر بن مبارک المنصوری،د تعليم وفاقی سیکتر اکبر حسین درانی،د لوړو زده كړو جوائنټ ایډوائزر محمد رفیق طاهر او نور اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔