د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې د پيمرا سرچ كمېټۍ وړومبۍ غونډه د اطلاعات او خپرونو سېكتر غونډې ته د پيمرا چيئرمېن د غوره تګلارې په اړه بريفنګ

د منصوبه بندۍ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې د پيمرا سرچ كمېټۍ وړومبۍ غونډه د اطلاعات او خپرونو سېكتر غونډې ته د پيمرا چيئرمېن د غوره تګلارې په اړه بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 25اپریل 2018ء) د منصوبه كمېشن بندۍ دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز په مشرۍ كښې د پيمرا سرچ كمېټۍ وړومبۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو سېكتر سردار احمد سكهيرا٬د پي بي اے چيئرمېن ميا عامر محمود٬حميد هارون او عارف نظامي هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔د ميډيا له مخې په غونډه كښې د سترې محكمې په سپارښتنه د پيمرا چيئرمېن د غوره كولو په تګلاره غور وشو۔

د اطلاعات او خپرونو سېكتر غونډې ته د پيمرا چيئرمېن د غوره كولو تګلارې په اړه بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د پيمرا چيئرمېن غوره كولو لپاره په ورځپاڼو كښې پھ اشتهار وركولو پريكړه وشوه۔د پيمرا چيئرمېن غوره كولو لپاره په غونډه كښې اشتهاراتو ته حتمي شكل وركړی شوې۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د پيمرا چيئرمېن لپاره په ميرټ ښه شخصيت غوره كولې شي۔د سرچ كمېټۍ راروانه غونډه به د مئي په اتلسمه نېټھ كېږي۔