په ټول هېواد كښې د نوې ووټرانو د رجسټرېشن٬منتقل كولو او د كوائف درستګۍ كار روان دې

په ټول هېواد كښې د نوې ووټرانو د رجسټرېشن٬منتقل كولو او د كوائف درستګۍ كار روان دې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 25اپریل 2018ء) په ټول هېواد كښې د نوې ووټرانو د رجسټرېشن٬منتقل كولو او كوائف درستګۍ كار روان دې۔الېكشن كمېشن د ووټرانو د اندراج تاريخ تر 30 اپرېل زيات كړی۔په ټول هېواد كښې 14487 ډسپلې مركزونه جوړ كړې شوي چې پكښې په پنجاب كښې 7928، سندھ 2585، خیبرپښتونخوا 2545 اوبلوچستان كښې 1429 مركزونه د ووټرانو د رجسټرېشن او منتقل كولو كار كوي۔

د الېكشن كمېشن لخوا دا مهال موجوده انتخابي فهرستونو كښې د ووټرانو ټوله شمېره 10 کروړ 42 لكه څخه زياته ده چې پكښې 5 کروړ 84 لكه 63 زره سړي او 4 کروړ 58 لكه 4 زره مېرمنې شاملې دي۔په پنجاب كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 5 کروړ 97 لكه 40 زره، سندھ كښې 2 کروړ 20 لكه 66 زره، خیبر پښتونخوا كښې يو كروړ 52 لكه 39 زره او بلوچستان كښې 41 لكه 94 زره، فاټا 22 لكه 96 زره او اسلام آباد كښې 7 لكه 30 زره څخه زياته ده۔