په بټ خېله كښې د زهرجن خوراك له امله درې مېرمنې مړې شوې دي

په بټ خېله كښې د زهرجن خوراك له امله درې مېرمنې مړې شوې دي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) په بټ خېله كښې د زهرجن خوراك له امله درې مېرمنې مړې او درې نور كسان هوشه شوې دي۔ د يو شخصي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د بټ خېلې په جالاكوټ سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې شپږ كسان د خوراك كولو نه پس بې هوشه شول او پكښې درې مېرمنو ساه وركړه۔ نور درې ناروغه شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي چې پكښې د دوه حالت اندېښمن ښودلې شوې۔ د پېښې په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي۔