د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن نجكاري به نه شي كولې۔ د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د سېنېټ د تجارت قائمه كمېټې ته بريفنګ

د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن نجكاري به نه شي كولې۔ د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د سېنېټ د تجارت قائمه كمېټې ته بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21ستمبر 2016ء) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن نجكاري به نه شي كولې۔ دا خبره وفاقي وزير د شورو په ورځ د سېنېټ د تجارت قائمه كمېټې په غونډه كښې د سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن د نوي قانون په اړه تفصيلي بريفنګ وركولو سره وكړه۔ د تجارت وزير قائمه كمېټې ته ووئيل چې په تجويز شوي قانون كښې د سټېټ لائف ټولو ملازمينو ته مكمل تحفظ وركړے شوے او د پاليسي اخستونكو حقونه باوري كړې شوي دي۔

په دې موقع وفاقي وزير د كمېټې د غړو د بېلا بېلو پوښتنو ځوابونه وركړل۔ ده ووئيل چې د سټېټ لائن قانون ډېر پخوانې دے او اوس دې لپاره د اوسني وخت له مخې قانون تجويز كړے شوے۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د منشور له مخې به تر كال 2018م كومه ګټوره اداره په نجي ملكيت نه شي وركولې۔