افغانستان ته د كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ د نهې په ورځ درې زره 971 كسان افغانستان ته ورسېدل

افغانستان ته د كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده٬ د نهې په ورځ درې زره 971 كسان افغانستان ته ورسېدل

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 20ستمبر 2016ء) افغانستان ته د كډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده او د نهې په ورځ درې زره 971 كسان افغانستان ته ورسېدل۔ ستنېدونكو كډوالو ته د يو كس په سر 400 ډالر وركولې شي۔ د يو اېن اېچ سي آر چارواكو له مخې په پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ روانه ده او د نهې د نهې په ورځ درې زره 971 كسان افغانستان ته رسېدلي دي۔ په دې كسانو كښې 3491 د پېښور او 480 د كوئټه د لارې افغانستان ته تللي دي۔ د چارواكو له مخې ستنېدونكو كډوالو ته په افغانستان كښې د خوراك نړيواله اداره د وېړيا خوراك بندوبست كوي او نورې اېن جي او ګانې هم په دې لړ كښې وظيفه ترسره كوي۔