وزیراعظم نواز شریف سره د سعودی ولی عهد او دوهم وزیراعظم محمد بن نائف بن عبدالعزیز وليدل

دواړو لارښودو د پاکستان او سعودی عربستان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړه وزیراعظم د سعودی دوهم وزیراعظم په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند ظلمونو نه خبر كړوهندي پوځ د مقبوضه جمو او کشمیر نه زندان جوړ كړے ، وزیراعظم نواز شریف

وزیراعظم نواز شریف سره د سعودی ولی عهد او دوهم وزیراعظم محمد بن نائف بن عبدالعزیز وليدل 
دواړو لارښودو د پاکستان او سعودی عربستان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړه وزیراعظم د سعودی دوهم وزیراعظم په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند ظلمونو نه خبر كړوهندي پوځ د مقبوضه جمو او کشمیر نه زندان جوړ كړے ، وزیراعظم نواز شریف

نیویارك (پاکستان نیوز پوائنٹ 20ستمبر 2016ء) وزیراعظم نواز شریف سره د سعودی ولی عهد او دوهم وزیراعظم محمد بن نائف بن عبدالعزیز نيو يارك كښې ليدلې دي ، په ملاقات كښې د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز او خارجه سیکتر اعزاز احمد چوهدری هم موجود وو۔ د ملاقات پھ مهال دواړو لارښودو د پاکستان او سعودی عربستان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمینان څرګندونه وكړه دغسې دواړه هيوادونه د مسلمانانو هېوادونو دوه مهمې ستنې دي۔

وزیراعظم محمد نواز شریف د سعودی عربستان سلامتیا او سيمه ايز سالمیت په ضد د كوم هم خطر نه تحفظ لپاره د مرستې د عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هندي ظلمونو پھ اړه ووئيل هندي پوځ د مقبوضه جمو او کشمیر ټول ریاست زندان كړے۔ وزیراعظم نواز شریف د هندي حکومت د اوسنو دهړكو حواله وركولو سره ووئيل په داسې ډول بیانونو د ټولې سيمې امن او استحکام خطرې سره مخ كېږي۔

وزیراعظم محمد نواز شریف په دې خبره زور راوړو چې بايد نړيواله ورورولي مسئله په شدت سره محسوس کړي او دا سیاسی مسئله د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل د قراردادونو او د کشمیری اولس د هيلو ترمخه هواره کړي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف په او آئی سی او نورو اسلامی هيوادونو زور راوړو چې د کشمیري اولس لپاره غږ پورته كړي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د سعودی ولی عهد د ترهه ګرۍ په ضد د ضرب عضب عملياتو د کامیابۍ سره سره د هيواد څخه د شدت خوښۍ ختمولو لپاره د قامی ایکشن پلان د پیشرفت نه هم خبر كړو۔

دواړه لارښودو د دې عزم پخلے وكړو چې مسلمانه نړۍ د شدت خوښۍ خطرې څخه بچ كولو له اجتماعی هڅو ته اړتيا ده۔ دواړو لارښودو سيمه ايز صورتحال او په خاص توګه افغانستان كښې د امن هڅو سره سره سوريه ، عراق او د یمن په وضعه هم د خیالاتو څرګندونه وكړه۔ د ملاقات په مهال د توان په څانګه كښې د مرستې ، اقتصادی اړيكو او سعودی عربستان كښې د پاکستانی کمیونټۍ کردار په چارو هم د خبرې وكړې۔