د سوئيلي سوډان د كډوالو شمېره 10 لكو ته رسېدلې۔ ملګري ملتونه

د سوئيلي سوډان د كډوالو شمېره 10 لكو ته رسېدلې۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د كورنۍ جګړې له امله د سوئيلي سوډان د كډوالو شمېره 10 لكو ته رسېدلې او د دې زياتې شمېرې له امله مرستندويه ادارې يو شمېر ستونزو سره مخ دي٬ دا معامله يو لوي انساني بحران جوړ شوے۔ د ملګرو ملتونو له مخې سوئيلي سوډان اوس د سوريې٬ افغانستان او د صوماليه په پشان هېوادونو كښې شامل شوے۔ د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې وئيلي دي چې دا ډېر افسوس ناك صورتحال دے۔ (م ع/ م ع 1511)