د سعودي حكومت لخوا د عمرې سيزن د مودې په زياتولو غور روان دے

د سعودي حكومت لخوا د عمرې سيزن د مودې په زياتولو غور روان دے

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17ستمبر 2016ء) د سعودي حكومت لخوا د عمرې سيزن د مودې په زياتولو غور روان دے كومه به چې د 8 مياشتو نه زياتولو سره 10 مياشتو ته رسولې شي۔ د خبر له مخې د سعودي حكومت په دې خبره غور كوي چې د محرم او شوال مياشتې هم د عمرې په سيزن كښې شاملې كړې شي۔ د عمرې د سيزن اوسنې موده د صفر د مياشتې نه د رمضان المبارك تر مياشت پورې ده۔ د خبر له مخې دا تجويز د سعودي حكومت د ويژن 2030 برخه دے چې له مخې ئې په 2030 كښې د عمرې ادا كوونكو شمېره زياتولو سره د 80 لكو نه 3 كروړو ته د رسولو هدف ټاكل شوے۔ (م ع/ م ع 1511)