اېف ډبليو او د دريو كلونو په مهال 63 پروژې بشپړې كړي٬كومه پروژه نه ده ځنډېدلې ۔د دفاع وزارت د اړخه سېنېټ ته ځواب

اېف ډبليو او د دريو كلونو په مهال 63 پروژې بشپړې كړي٬كومه پروژه نه ده ځنډېدلې ۔د دفاع وزارت د اړخه سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09ستمبر 2016ء) سېنېټ ته وئېلي شوي دي اېف ډبليو او د دريو كلونو په مهال 63 پروژې بشپړې كړي دي ٬كومه پروژه نه ده ځنډېدلې ۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د دفاع وزارت لېكلې ځواب كښې ووئېل د اېف ډبليو او د ملازمانو شمېره 14 زره 597مه ده چې پكښې 5 زره 391 ټېكنيكل سټاف او 9206 نان ټېنيكل سټاف شامل دے۔دا وخت د اېف ډبليو او 59 پروژې روانې دي۔د اېف ډبليو او د مالياتي٬د بجټ٬ اكاؤنټ او آډټ تګلارې ترمخه د پروژې 25 فيصده كومې بلې كمپنۍ ته وركړې كېدې شې دغسې بېلو څانګو سره د لوظ نامې د لګښت 30 فيصده كومې بلې كمپنۍ ته د وركولو اجازه هم شته۔