مالي كال 16-2015 كښې پاكستان رېلوېز د مالي كال 15-2014 په مقابل 0.93 فيصده لږ زيان پورته كړې۔د رېلوے وزارت د اړخه سېنېټ ته ځواب

مالي كال 16-2015 كښې پاكستان رېلوېز د مالي كال 15-2014 په مقابل 0.93 فيصده  لږ زيان پورته كړې۔د رېلوے وزارت د اړخه سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09ستمبر 2016ء) سېنېټ ته وئېلي شوي دي مالي كال 16-2015 پھ مهال پاكستان رېلوېز د مالي كال 15-2014 په مقابل كښې 0.93 فيصده لږ زيان پورته كړې۔د جمعې پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د رېلوے وزارت د اړخه لېكلې ځواب كښې ووئېل 15-2014 په مهال د پاكستان رېلويز خرڅرنه 59 اربه 17 كروړه 70 لكه روپۍ وو او دغسې د 16-2015 په مهال د پاكستان رېلوېز خرڅونه 63 اربه 15 كروړه 60 لكه روپۍ دي۔د وفاقي ملازمانو تنخاګانو او پنشنو كښې زياتوالې او د نورو وجوهاتو په سوب خرڅونه زيات شوي دي۔