عاصمه جھانګیر د جنازې نه پس خپل فارم هاؤس كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د جنازې لمونځ كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون٬ د درېمې دعا به نن د شورؤ په ورځ كولې شي۔

عاصمه جھانګیر د جنازې نه پس خپل فارم هاؤس كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د جنازې لمونځ كښې د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون٬ د درېمې دعا به نن د شورؤ په ورځ كولې شي۔

لاهور(پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د سپریم کورټ بار پخوانۍ مشرې ، د بشري حقونو علمبردارې ٬ سماجي شخصيت عاصمھ جھانګیر د جنازې لمونځ قذافي سټېډيم كښې د خدائے بخښلي مولانا سید ابوالا اعلی مودودی زوي نوموړي حېدر فاروق مودودی په اقتداﺀ كښې ادا كړې شو كوم كښې چې د سېنېټ چيئرمېن رضا ربانی، د رېلوے وفاقي وزير خواجھ سعد رفیق، د اطلاعات او خپرونو پخواني وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ، د پیپلز ګوند لارښود قمر زمان کائره، سناتور اعتزاز احسن، د پي سي بي چیئرمېن نجم سیټھی، د لاهور هائيكورټ ستر قاضي محمد یاور علی، د لاھور ھائیکورټ قاضيانو ، اټارنی جنرل اشتر اوصاف علی، جسټس (ر) ناصره جاوېد اقبال، اېدووکېټ جنرل پنجاب شکیل الرحمن خان، د پنجاب پخواني ګورنر شاھد حامد، محی الدین وانی، د پاکستان بار کونسل و سپریم کورټ بار او لاھور ھائیکورټ بار عھدیدارانو ، د قانون پوهانو ٬ اعلی سول بېوروکرېټ، سیاسی، سماجی او او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون وكړو۔

عاصمھ جھانګیر د وصيت ترمخه خپل فارم هاؤس كښې خاورو ته وسپارلې شوه۔ د هغې د درېمې دعا به (نن) د شورؤ په ورځ ماسپخين 3 بجې 121ای حالی روډ ګلبرګ لاھور كښې كولې شي۔