احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف ،مریم نواز او کېپټن (ر) محمد صفدر په ضد د نېب رېفرنسز اورېدنه تر 15 فرورۍ وځنډوله

احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف ،مریم نواز او کېپټن (ر) محمد صفدر په ضد د نېب رېفرنسز اورېدنه تر 15 فرورۍ وځنډوله

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف ، د ده د لور مریم نواز او د قامي اسمبلۍ غړي کېپټن (ر) محمد صفدر په ضد د نېب رېفرنسز اورېدنه بې د كومې كاروائۍ تر 15 فرورۍ ځنډولې ده ۔ د اورېدنې په مهال وزیر اعظم محمد نواز شریف ،مریم نواز او کیپټن (ر)محمد صفدر حاضرۍ څخه د استثنی خواست هم جمع كړې۔ د نهې په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير اورېدنه وكړه۔

په دې مهال پخوانې وزیراعظم محمد نواز شریف دده لور مریم نواز او د قامي اسمبلۍ غړې کېپټن (ر)محمد صفدر عدالت ته وړاندې شول۔عدالت ته ووئيلې شو د وزيراعظم وكيل نوموړې قانون پوهه خواجه حارث د عاصمھ جھانګیر د حق رسېدو په سوب عدالت ته حاضر نه دے۔ په عدالت بې د كومې كاروائۍ نه اورېدنه تر 15 فروري ځنډولو سره د استغاثې 4 ګواهان وغوښتل۔ د اورېدنې په مهال وزیر اعظم محمد نواز شریف ،مریم نواز او کیپټن (ر)محمد صفدر حاضرۍ څخه د استثنی خواست هم جمع كړې كوم كښې چې موقف اختيار كړې شوې چې د كلثوم نواز د ناروغتيا په سوب دې 19 فرورۍ څخه دوه اوونو لپاره استثنیٰ راكړې شي۔

د مريم نواز وكيل امجد پروېز ووئيل نوازشریف وړاندې هم د عدالتونو احترام كړې۔ د محمد نوازشریف او مریم نواز عدالت ته په نه حاضرېدو كله هم د عدالتي كاروائي متاثره شوې نه ده۔