د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان سره د اے سي سي اے پاكستان پلاوي ملاقات وكړو

د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان سره د اے سي سي اے پاكستان پلاوي ملاقات وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل خان سره د اېسوسي اېشن آف سرټيفائيډ چارټرډ اكاؤنټنټس (اے سي سي اے) پاكستان پلاوي د سجيد اسلم په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔پلاوي دوهم وزير سره په اقتصادي پرمختګ كښې د خذماتو په څانګه او په خاص توګه د اكاؤنټنسي سروسز په اهميت خبرې وكړې۔پلاوي ووئيل چې د مينځنۍ آسيا په هېوادونو كښې د پاكستاني پروفېشنلز ډېره غوښتنه ده په دې لړ كښې به د حكومت مرسته هېواد لپاره ډېره ګټوره ثابته شي۔

پلاوي په دې لړ كښې راتلونكي بجټ لپاره بېلا بېل تجويزونه هم وړاندې كړل۔دوهم وزير د اے سي سي اے د اقدام ستائنه وكړه او وې وئېل چې هغه په هېواد كښې دننه او بهر په بېلا بېلو څانګو كښې د ذهانت د ودې ملاتړ كوي۔ده ووئيل چې پاكستان نړۍ ته وړاندې كولو لپاره ډېر څه لري او مونږ د هېواد د ځوانانو د پرمختګ لارې په هوارولو باور لرو۔پلاوي د سي پیك په اړه يو راپور هم دوهم وزير ته وړاندې كړو۔په پلاوي كښې اسد حميد خان او هارون اے جان هم شامل وو۔