په مقبوضه كشمير كښې په كېمپ په شوي بريد كښې د پاكستان د ككړ كېدو په اړه د هند د دفاع وزير تور رد كړی شو٬په پاكستان تورونه لګول اوس د هند معمول جوړ شوې٬هند به د دړكې كونكې لهجې څخه هېڅ ترلاسه نه كړي۔د خارجه دفتر وياند

په مقبوضه كشمير كښې په كېمپ په شوي بريد كښې د پاكستان د ككړ كېدو په اړه د هند د دفاع وزير تور رد كړی شو٬په پاكستان تورونه لګول اوس د هند معمول جوړ شوې٬هند به د دړكې كونكې لهجې څخه هېڅ ترلاسه نه كړي۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 13 فروری2018ء) د خارجه دفتر وياند پھ مقبوضه كشمير كښې په كېمپ په شوي بريد كښې د پاكستان د ككړ كېدو په اړه د هند د دفاع وزير په تور سخت غبرګون ښودلو سره وئېلي دي چې د كوم ثبوت نه بغېر په پاكستان تورونه لګول اوس د هند معمول جوړ شوې كومه چې د افسوس خبره ده۔هند به د دړكه كونكې لهجې څخه هېڅ ترلاسه نه كړي بلكې د وړاندې نه كړكېچ صورتحال ته به لا زيان ورسي۔

پاكستان د هر ډول جارحيت په ضد د خپلې دفاع مكمل صلاحيت لري۔د هند د دفاع وزير د اوسني بيان په اړه د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د هند لخوا د كوم ثبوت نه بغېر تورنه لګول د افسوس وړ خبره ده۔وياند ووئيل چې د هند تورونه د وخت نه وړاندې او نامناسب دي۔په خاص توګه هند په خپله مني چې عمليات لا هم روان دي او تحقيقات پیل كړی شوي دي۔وياند ووئيل چې مونږ څو ځله ليدلي چې هند پخپله د منصف او جلاد كردار ترسره كوي۔

وياند د هندي بيان په دړكه كونكې لهجه د افسوس څرګندونه وكړه او وې وئېل چې د دې څخه به هېڅ ترلاسه نه شي۔بلكې په اېل او سي پرله پسې د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ له امله د وړاندې نه كړكېچن ماحول ته به لا زيان ورسي۔وياند ووئيل چې پاكستان د هر ډول جارحيت په ضد د خپلې دفاع بشپړه صلاحيت لري۔