د اسلام آباد ميئر شېح انصر عزیز د سي ډي اے چیئرمېن ذمه وارۍ تر لاسه كړې

د اسلام آباد ميئر شېح انصر عزیز د سي ډي اے چیئرمېن ذمه وارۍ تر لاسه كړې

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د اسلام آباد مېټرو پولېټن ميئر شېح انصر عزیز د سي ډي اے چیئرمېن اضافي ذمه واري تر لاسه كړې دې۔ د سي ډي اے چارواكو له مخې وفاقي حكومت په دې لړ كښې د شورو په ورځ اعلاميه جارې كړې او شېخ انصر عزيز په رسمې توګه خپله چوكۍ سنبهال كړې ده۔ په دې موقع د كېډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري، دوهم ميئر اعظم خان،د سي ډي اے مزدور یونین عمومي سېكتر چوهدري محمد یٰسین او نورو چارواكو شېخ انصر عزيز ته د سي ډي اے چیئرمېن په جووړېدو مباركي وركړه۔