د وزيراعظم خاص استازي سردار اويس احمد لغاري د هيومن رائټس كونسل صدر او سفيرانو سره ملاقاتونه٬مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پھ اړه بريفنګ

د وزيراعظم خاص استازي سردار اويس احمد لغاري د هيومن رائټس كونسل صدر او سفيرانو سره ملاقاتونه٬مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو پھ اړه بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 07ستمبر 2016ء) خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن او د وزيراعظم خاص استازي سردار اويس احمد لغاري د شورو په ورځ په جنيوا كښې د هيومن رائټس كونسل صدر٬جنيوا انټرنېشنل كميونټي٬آئي سي آر سي صدر او سفيرانو سره ملاقاتونه وكړل او هغوي ته يې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔

د خارجه دفتر وياند له مخې سردار اويس احمد لغاري د وزيراعظم د خاص استازي په حېث د جنيوا په دوره دے۔ ده د شورو په ورځ د هيومن رائټس كونسل صدر٬جنيوا انټرنېشنل كميونټي٬آئي سي آر سي صدر او سفيرانو سره ملاقاتونه وكړل او هغوي ته يې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال په اړه بريفنګ وركړو۔اويس احمد لغاري د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل پھ قراردادونو د عملدرآمد په اهميت زور راوړولو سره ووئيل چې ملګرو ملتونو جمو او كشمير متنازعه سيمه منلې۔ ده كشميريانو له د حق خود اراديت وركولو لپاره غوښتنه هم وكړه۔