پاكستان كمېشن آف انكوائري بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو٬

حكومت د سترې محكمې سپارښتنې تر مخه كمېشن آف انكوائري ايكټ اختيار منده جوړولو كولو لپاره بل جوړ كړے٬بل لا ښه كولو له د مخالفې ډلې اورېدو ته اوس هم چمتو يو٬ سړكونو ته د راوتلو خبره كوونكو 126 ورځې دهرنا وركړې وه چې ورسره هېواد ته د اربونو روپو زيان رسېدلې وو ۔د خزانې وزير اسحاق ډار د وفاقي وزيرانو زاهد حامد٬مير حاصل بزنجو٬اكرم خان دراني او انوشه رحمان سره خبري كنفرنس ته وېنا

پاكستان كمېشن آف انكوائري بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو٬
حكومت د سترې محكمې سپارښتنې تر مخه  كمېشن آف انكوائري ايكټ اختيار منده جوړولو كولو لپاره بل جوړ كړے٬بل لا ښه كولو له د مخالفې ډلې اورېدو ته اوس هم چمتو يو٬ سړكونو ته د راوتلو خبره كوونكو 126 ورځې دهرنا وركړې وه چې ورسره هېواد ته د اربونو روپو زيان رسېدلې وو ۔د خزانې وزير اسحاق ډار د وفاقي وزيرانو زاهد حامد٬مير حاصل بزنجو٬اكرم خان دراني او انوشه رحمان سره خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) د خزانې وزير اسحاق ډار وئيلي دي د پاكستان كمېشن آف انكوائري بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے شوے٬ مونږ له به پھ ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوتلل وي٬دې لپاره يووالې ته اړتيا ده ٬ مونږ د چارټرډ آف اكانومي خبره كوو ٬ د سياست په نورو چارو هم خبره كيدې شي۔ ده د جمعې په ورځ د وفاقي وزيرانو زاهد حامد٬مير حاصل بزنجو٬اكرم خان دراني او انوشه رحمان سره خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔

وفاقي وزير ووئيل حكومت د سترې محكمې د سپارښتنې په رڼا كښې كمېشن آف انكوائري ايكټ اختيار منده جوړولو لپاره بل جوړ كړے۔ ده ووئيل حكومت پانامه پيپرز معامله په رامخې ته كيدو سترې محكمې ته رجوع كړې دغسې چې په سمدستي توګه د دې پلټنو له كميسون جوړ كړی شي٬سترې محكمې په دې اړه امر كړې چې كوم كميسون جوړیږي د 1956 ايكټ ترمخه به د دې اختيارات محدود وي۔

ده ووئيل زمونږ بل يوازې د پانامه پېپرز په حقله نه دے ٬د دې بل ترمخه كميشن آف انكوائري به قامي دولت پټوونكو٬ اثاثې بهر هېواد ته د منتقل كوونكو او د قرض بخښونكو په شمول د ټولو چارو پلټنې كولې شي۔د كميسون اختيارات پراخا كړی شوي۔د خزانې وزير ووئيل مخالفې ډلې بل كښې يوازې يوه كورنۍ بلكې يو شخصيت وزيراعظم په نښه كړے٬دغسې آف شور كمپنۍ لرونكې خپل ملګري د دې بل دائرې څخه ويستلې شوي٬ ده ووئېل مونږ د چا استثنٰی نه غواړو خو مخالفې ډلې پرائيوېټ بل وړاندې كولو سره غېر ذمه واره پارلماني رويه خپله كړی۔

ده ووئيل مونږ پھ دې اړه د قامي اسمبلۍ سپيكر ته رجوع كړی چې په دې معامله بايد د ټي او آرز ميټنګ راوغواړي٬ ده ووئېل هغه مخالفې ډلې سره بيا بيا تماس نيولې خو د هغوي د اړخه موقف رامخې ته شوې نه دې٬ ده ووئېل ټولې نړۍ دا خبره منلې چې پاكستان د ټېك اف كولو په پوزيشن كښې دے خو دوي په دې كښې خنډان راولاړوي۔٬ ده ووئېل د آزاد كشمير ټاكنې او ضمني ټاكنې د ټولو په وړاندې دي۔

اسحاق ډار ووئيل مونږ له به په ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوتلل وي دې لپاره يو والي ته اړتيا ده٬مونږ د چارټر آف اكانومي خبره كوو۔د سياست په نورو چارو هم خبره كېدې شي۔په دې موقع د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل پاكستان كمېشن آف انكوائري بل 2016 د مخالفې ډلې وړاندې كړی شوې بل څخه زيات بهتر دے۔اپوزيشن يوازې پانامه پېپرز كښې په شاملو نامو انكوائري كميسون جوړول غواړي دغسې حكومت ټېكس بخښونكو٬بېلو هېوادونو كښې غېر رجسټرډ كمپنيو٬په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو ته د روپو منتقل كولو په ضد كاروائي كول غواړي۔

ده ووئيل كله نه چې د پانامه پیپرز معامله رامخې ته شوې نو وزيراعظم قام ته خطاب كښې ځان احتساب لپاره د وړاندې كولو اعلان كړې٬ مونږ د 1956 ايكټ ترمخه د پلټنو كميسون جوړولو لپاره سترې محكمې ته خط ليكلې۔ ده ووئېل 1956 ايكټ ترمخه د پلټنو كميسون چې جوړ شو نو مخالفينو ووئيل د ايكټ ترمخه به د كميسون اختيارات محدود وي۔د دې نه پس مونږ يو نوې بل مرتب كړو۔ده ووئيل د اپوزيشن د اړخه سېنېټ ته وړاندې كړی شوې بل څخه زمونږ بل بهتر دے۔د دې بل ترمخه څوك هم د پلټنو په مهال كاغذونه جمع كولې شي۔ده ووئيل دا يو ايكټ دے كوم به چې د قامي اسمبلۍ څخه پاس كولې شي۔