طارق فاطمي سره پاكستان كښې د جمهوريه كوريا نوي سفير سو ډونګ ګو وليدل

طارق فاطمي سره پاكستان كښې د جمهوريه كوريا نوي سفير سو ډونګ ګو وليدل

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي سره د جمعې په ورځ پاكستان كښې د جمهوريه كوريا نوي سفير سو ډونګ ګو ليدلي دي ۔ طارق فاطمي پاكستان لپاره د كوريا نوي سفير ته مباركي وركړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د خبرو اترو په مهال د كوريا سفير باور څرګند كړو زه به ډېر مهم او ملګري هېواد كښې په ټولو څانګو او په خاص توګه تجارت٬ سرمایه کارۍ،توان او تعلیم په اړه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له كار وكړم۔

طارق فاطمي د كوريا كمپنو د پاكستان په معيشت او په خاص توګه هائيډل منصوبو كښې د سرمايه كارۍ هركلے وكړو۔ په دې موقع د دوه اړخيزه ا اړيكو سره سره د منطقې په وضعه هم خبرې وشوې۔ طارق فاطمي مقبوضه كشمير كښې د صورتحال او د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو ظلمونه رامخې ته كړه كوم چې د نړيوالي ورورولۍ سختې غندنې ته اړتيا لري۔