قامي اسمبلۍ كښې د الطاف حسېن وېنا د او د پاكستان مخالفو غږونو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے شو

قامي اسمبلۍ كښې د الطاف حسېن وېنا د  او د پاكستان مخالفو غږونو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے شو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) قامي اسمبلۍ كښې د الطاف حسېن د وېناګانو او د پاكستان مخالفو غږونو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړې شوې دې دغسې پھ قرارداد كښې غوښتنه شوې چې د داسې كسانو په ضد دې سخته كاروائي وكړې شي۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې وفاقي وزير چوهدري برجيس طاهر قرارداد وړاندې كړو كوم كښې چې وئېلي شوي د اېم كيو اېم د لوږې هړتال په مهال د پاكستان مخالف غږونه پورته شوي۔

د الطاف حسېن وېناګانې د پاكستان بقاﺀ او په سالميت بريد ګڼو كوم چې د غندنې وړ دي۔دا ايوان په مېډيا هاؤسز او په خاص توګه د اے آر وائي په چينل د بريد غندنه كوي۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا ايوان د هر ډول جرائمو ٬تشدد٬ترهه ګري يا د پاكستان مخالفو غږونو كاروائي سخته غندنه كوي او غوښتنه كوي چې د داسې كسانو په ضد دې سخته كاروائي وكړی شي۔په قرارداد كښې وئېلي شوي پارلمان د وسله وال ځواكونو٬مېډيا٬عدليه او د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين ترمخه كار كوونكو ټولو جمهوري ادارو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔سپيكر قرارداد ايوان ته وړاندې كړو كوم چې منظوركړی شو.