د امريكې راپور له مخې پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونه 45 فيصده كم شوي٬هند او بنګله دېش كښې د ترهه ګرۍ پېښې زياتې شوي۔داخله وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته ځواب

د امريكې راپور له مخې پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونه 45 فيصده كم شوي٬هند او بنګله دېش كښې د ترهه ګرۍ پېښې زياتې شوي۔داخله وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 02 ستمبر 2016ء) داخله وزارت د اړخه قامي اسمبلۍ ته وئېلې شوي دي د امريكې راپور له مخې كال 2015 پاكستان كښې د ترهه ګرۍ بريدونه 45 فيصده كم شوي دي ٬هند او بنګله دېش كښې د ترهه ګرۍ پېښې زياتې شويدي۔د جمعې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د عمران ظفر لغاري د پوښتنې په لېكلي ځواب كښې داخله وزارت د اړخه وئېلي شوي د امن وضعه تر ډېره حده ښه شوې او په نېپ د عملدرآمد نه پس د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوي۔ ځواب كښې وئېلي شوي د جون په دوهمه نېټھ كال 2016 د امريكې سټېټ ډيپارټمنټ د اړخه جاري شوي راپور له مخې په 2015 كښې د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې د 2014 په مقابل كښې 45 فيصده كمې راغلې دې۔