د سياسي ګوندونو د مشرتابه د پريكړی اختيار يو څو كسانو ته نه د دغه ګوند كارمندانو ته ترلاسه دے٬د وخت غږ ته غوږ ونيسي٬د جمهور غږ ته غوږ ونيسۍ٬د پارليمنټ مائنس كولو په ګډه مقابله وكړئ٬داسې قانون جوړولو څخه ډډه وكړئ كوم چې پاكستان كښې جمهوريت وده كولو ته نه پرېږدي۔د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي د سياسي ګوندونو د مشرتابه د پريكړی اختيار يو څو كسانو ته نه بلكې د دغه ګوند كارمندانو ته ترلاسه دے٬يو څو كسانو ته د 21 كروړ اولس د پريكړی اختيار وركولې نه شو٬د وخت غږ ته غوږ ونيسي٬د جمهور غږ ته غوږ ونيسۍ٬د پارليمنټ مائنس كولو په ګډه مقابله وكړئ٬داسې قانون جوړولو څخه ډډه وكړئ كوم چې پاكستان كښې جمهوريت وده كولو ته نه پرې ږدي۔

د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال ده ووئيل قابض مشرف د بېنظير او نواز شريف د ګوند صدارت څخه اخوا كولو له دا په زور د قانون برخه جوړ كړې ؤ ٬مونږ دا تجاويزات له مينځه وړل غواړو۔ ده ووئېل ٬انداز بل شو يا د چا پھ وېنا دا هر څه كېږي٬مونږ دا ګڼو چې په پاكستان كښې د سياسي ګوندونو د مشرتابه پريكړه به كارمندان كوي٬ ده ووئېل يو څو كسانو ته به د 21 كروړ اولس د پريكړی كولو اختيار ورنه كړې شي او دا هغه جنګ دے كوم چې يوازې مونږ نه پي پي پي٬اېم كيو اېم او جماعت اسلامي هم كړی٬دا د جمهوريت جنګ دے٬ ده ووئېل په هېواد كښې جمهوريت وړاندې تللو ته نشي پرېښودې ۔ده ووئيل زمونږ پلار نيكه د دې لپاره د خپلو سرونو قرباني وركړی دي ۔(وا/ض ض/ګ ل/وس/2130)