د ختم نبوت ۖ قانون په حقله قامي اسمبلۍ يو داسې قانون منظور كړی كوم چې د 1974 د قانون نه پس لويه كاميابي ده٬د دې قانون څخه اوس كه كوم هم قاديانې دروغ اوائي چې هغه مسلمان دے نو تاسو هغه چېلنج كولې شئ او هغه به په 15 ورځو كښې پابند وي چې حلف نامه جمع كړي چې زه په ختم نبوت ايمان لرم او كه داسې نه كوي نو د هغه نوم به د غېر مسلمه قاديانې په توګه سپليمنټري فهرست كښې شاملولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال ټي وي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ21نومبر2017ء)  د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د ختم نبوت ۖ قانون په حقله قامي اسمبلۍ يو داسې قانون منظور كړی كوم چې د 1974 د قانون نه پس لويه كاميابي ده٬د دې قانون څخه اوس كه كوم هم قاديانې دروغ وائي چې هغه مسلمان دے نو تاسو هغه چېلنج كولې شئ او هغه به په 15 ورځو كښې به پابند وي چې حلف نامه جمع كړي چې زه په ختم نبوت ايمان لرم او كه داسې نه كوي نو د هغه نوم به د غېر مسلمه قاديانې په توګه سپليمنټري لسټ كښې اچولې شي۔

ده د نهې پھ ورځ يو ټي وي چينل سره خبرې كولې۔ده ووئيل پس منظر دا دے چې پھ 2002 كښې جنرل مشرف يو داسې قانون جوړ كړی و كوم چې د لسو ورځو لپاره و٬د كومې ترمخه چې پھ مسلمان ووټر لسټ كښې كه څوك غېر مسلمه قاديانې د مسلمان په حېث خپله نامه درج كړي نو په هغه اعتراض كېدې شو او هغه سړي به په پنځلسو ورځو كښې دننه دننه د حلف نامې د لارې ثابتوله چې په حتم نبوت ايمان لري٬ ده ووئېل دغه قانون په 2002 كښې سم و بيا لس ورځې پس ختم شو كوم چې مؤثر نه و۔ده ووئيل دا اوس د اوسني حكومت كارنامه ده چې مونږ هغه قانون په مستقله توګه بحال كړی او د لسو ورځو بندېز مو ختم كړے۔