د سارك د مشرانو د 19مې غونډې د چمتو والي په لړ كښې په خارجه وزارت كښې سارك سمټ سېل جوړ كړے شو

د سارك د مشرانو د 19مې غونډې د چمتو والي په لړ كښې په خارجه وزارت كښې سارك سمټ سېل جوړ كړے شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د سارك د مشرانو د 19مې غونډې د چمتو والي په لړ كښې په خارجه وزارت كښې سارك سمټ سېل جوړ كړی شوې۔خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د جمعې پھ ورځ په خارجه وزارت كښې د دې څانګې پرانسته وكړه۔د خارجه دفتر وياند له مخې د سارك راتلونكي عمومي سېكتر لپاره د پاكستان نومول شوې كانديد امجد سيال به د سارك سمټ سېل مشر وي۔

سارك سمټ سېل به ټول اړوند ډلو سره په ګډه كار كوي۔د دې نه علاوه دا څانګه به غړو هېوادونو٬سارك مبصرينو او سارك سېكرټرېټ سره مرسته كوي۔د سارك مشرانو 19مه غونډه به د نومبر پھ نهمه او لسمه نېټھ په اسلام آباد كښې كېږي۔وزيراعظم محمد نواز شريف غړو هېوادونو مشرانو ته د ګډون بلنې وركړی دي۔د سارك د 9م مبصرينو مشرانو ته هم پھ غونډه كښې بلنه وركړی شوې۔پاكستان د مشرانو غونډې لپاره چمتو والې نيولې۔