هيله ده چې د برتانيې حكومت به د الطاف حسېن په ضد د قانون له مخې كاروائي وكړي٬

د پاكستان غداران به معاف نه كړی شي چې كوم خلك د هغوي مرسته كوي هغوي ته به هم هغسې كتلې شي۔ د وزيراعظم وياند مصدق ملك مركه

هيله ده چې د برتانيې حكومت به د الطاف حسېن په ضد د قانون له مخې كاروائي وكړي٬
د پاكستان غداران به معاف نه كړی شي چې كوم خلك د هغوي مرسته كوي هغوي ته به هم هغسې كتلې شي۔ د وزيراعظم وياند مصدق ملك مركه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د وزيراعظم وياند مصدق ملك وئېلي دي چې هيله ده چې د برتانيې حكومت به د الطاف حسېن په ضد د قانون له مخې كاروائي وكړي٬د پاكستان غداران به معاف نه كړی شي چې كوم خلك د هغوي مرسته كوي هغوي ته به هم هغسې كتلې شي ۔د جمعې په ورځ په خپله يوه مركه كښې ده ووئيل چې د بيانونو جاج اخستلې كېږي۔ د اېم كيو اېم ځايي مشرتابه د خپل عمل څخه د الطاف حسېن څخه بېلول ثابت هم كړي خو كه چرې هغه ناكامېږي نو ګوند ته ستونزې رامخې ته كېدې شي۔

مونږ دې سره هېڅ غرض نه لرو چې اېم كيو اېم الطاف حسېن خپل مشر ګڼي يا نه٬دا پريكړه به اېم كيو اېم كوي خو كه چرې هغه د هېواد غدار سره چلېږي نو هغوي ته به هم هغسې نظر سره كتلې شي۔ مصدق ملك ووئيل چې پھ هېڅ ډول به د پاكستان په ضد خبره كونكي نه بخښو٬مونږ دومره كم تره يو چې كه څوك د پاكستان سلامتيا چېلنج كړي نو مونږ به څه هم نه كوو۔ حكومت دا معامله اړوند حلقو سره هم پورته كوي او منطقي انجام ته به رسولې شي۔

حد دې چې يو تن د برتانيې څخه پھ پاكستان كښې د ناآمنۍ خپرولو هڅھ كوي او بل خوا زمونږ ځواكونه په منطقه كښې امن لپاره خپل ځانونه قربانوي خو يو تن يې د هغه ځاې نه د پاكستان بدنامولو او كمزورې كولو هڅه كوي۔بايد د برتانيې حكومت هم دې معاملې ته وګوري۔د الطاف حسېن وېنا د برتانيې وګړي په حېث ده۔ د پاكستان او برتانيې ترمينځه داسې كوم نړيوال قانون نشته خو مونږ هيله لرو چې د برتانيې حكومت به د الطاف حسېن په ضد د قانون له مخې كاروائي وكړي۔

په كراچۍ كښې د الطاف حسېن پوسټرې اخوا كولو په اړه د يوې پوښټنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پھ دې هېڅ فرق نه پريوځي۔الطاف حسېن د اېم كيو اېم مشر و يا نه و خو چې كله هم يو تن د پاكستان په ضد خبره كوي٬د پاكستان اولس به د هغه عكسونه ولې نه راغورځوي۔ده ووئيل چې د فاروق ستار په بيان هغه وخت باور كېدي شي كله چې صورتحال رامينځ ته شي ځكه چې د يو تن له امله د ټول ګوند غندنه نه شي كېدې۔(م ع/ض ض/وس/2155)