په فاټا كښې د بې كوره شوو كسانو د 45500 كورونو د سروے عمل بشپړ شو

په فاټا كښې د بې كوره شوو كسانو د 45500 كورونو د سروے عمل بشپړ شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د وفاق تر انتظام لاندې په قبائيلي سيمو كښې د بې كوره شوو كسانو د سروے عمل روان دے او تر اوسه د 45 زره پنځه سوه كورونو د سروے عمل ترسره شوے۔ د بيا رغونې او د بحالې پروګرام منېجر شكيل انجم وئيلي دي د بې كوره شوو كسانو د كورونو د سروے عمل روان دے او تر اوسه د 45 زره پنځو سوو كورونو د سروے عمل ترسره شوے۔ ده ووئيل د سروے عمل به د كال 2018م د جون تر مياشت ترسره شي۔ ده ووئيل بې كوره شوو كسانو ته د معاوضې وركولې لړې هم روانه ده او تر اوسه 11 اربه روپې وېشلې شوې۔ ده ووئيل په مكمل توګه د تباه شوو كورونو معاوضه 4 لكه روپې او په عارضي توګه د ځپلې شوو كورونو معاوضه 1 لك 60 زره روپې وركولې شي۔