د افغانستان د خوست ولايت څخه په عارضي توګه بې كوره شوې 4248 كورنۍ وطن ته راستنې شوې

د افغانستان د خوست ولايت څخه په عارضي توګه بې كوره شوې 4248 كورنۍ وطن ته راستنې شوې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ12اکتوبر2017ء) د افغانستان د خوست ولايت څخه په عارضي توګه د بې كوره شوو 4248 كورنۍ وطن ته رارسېدلې دي ۔ راستنې شوې كورنې پھ عارضي توګه په بكه خېل كېمپ كښې ساتلې شوې ۔ د فاټا سېكرټرېټ چارواكو له مخې پھ ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شويو بې كوره شويو د افغانستان د خوست ولايت څخه د راستنېدو لړې روانه ده او تراوسه څلور زره 248 كورنې پاكستان ته رارسېدلې۔ د چارواكو له مخې دا كډوال د معاوضې فارمونه ډكوي او خپلو سيمو ته لېږلې شي۔ دوي ته خپلو سيمو ته په ستنېدو 25 زره روپې نغدې او لس زره د ټرانسپورټ په مد كښې وركولې شي۔