حکومت د ميډيا په آزادۍ باور لري٬ د ميډيا ودې او پرمختګ لپاره به ممكنه مرسته روانه ساتلې شي٬ مستحكم فعاله او د ذمه واره ميډيا كردار سماجي پرمختګ لپاره مهم دے۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پېمرا كاركردګۍ پحقله غونډې ته وېنا

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي حکومت د ميډيا په آزادۍ پوخ باور لري٬ د ميډيا ودې او پرمختګ لپاره به هر ممكنه ملاټر روان ساتلې شي٬ مستحكم فعاله او د ذمه وارې ميډيا كردار سماجي پرمختګ لپاره مهم دے۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبرې د شورو په ورځ د پېمرا كاركردګۍ پحقله غونډه كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزير مريم اورنګزېب ٬ د وزيراعظم د ميډيا آفيئرز صلاحكار مصدق ملك ٬ د پېمرا چيئرمېن ابصار عالم او د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پېمرا چارواكي موجود وو۔

د پېمرا چيئرمېن وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته د ادارې د كاركردګۍ او چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مستحكم فعاله او د ذمه وارې ميډيا كردار سماجي پرمختګ لپاره مهم دے د ميډيا د ادارو استحكام ٬ د غوره طرز حكمرانۍ او معاشرتي اقدارو لپاره هم مهم دے۔ ده ووئيل حکومت د ميډيا په آزادۍ پوخ باور لري٬ د ميډيا ودې او پرمختګ لپاره به هره ممكنه مرسته روانه ساتلې شي۔