د معیشت او سلامتیا ترمېنځه توازن لپاره به تسلسل باوري كول وي٬ نن په كورنۍ ګچه زمونږ امنيتي وضعه ښه ده٬ د رياست رټ ته رامخې ته شوو چېلنجونو له مو ماتې وركړې ٬ اوس هم څه ستونزې شته خو مجموعي صورتحال مستحكم دے٬ سي پېك يوازې د انفراسټركچر او توان منصوبو مجموعه نه ده بلكې بشپړه پرمختيائي پلېټ فارم دے٬ دا زمونږ د اولس د سباٶن مهمه قامي ګټه ده په كومه به چې هېڅ سودا ونه كړو٬ امن او استحكام د ټولو په ګټه كښې دےفاټا كښې چې مونږ څه كړې او بلوچستان كښې پيل كړې پرمختيائې كارونه د امنيت په اړه زمونږ د سوچ ښه مثال دےد بوځ سر لښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د معیشت او سلامتیا پھ سرخط سیمینار ته خطاب

د معیشت او سلامتیا ترمېنځه توازن لپاره به تسلسل باوري كول وي٬ نن په كورنۍ ګچه زمونږ امنيتي وضعه ښه ده٬ د رياست رټ ته رامخې ته شوو چېلنجونو له مو ماتې وركړې ٬ اوس هم څه ستونزې شته خو مجموعي صورتحال مستحكم دے٬ سي پېك يوازې د انفراسټركچر او توان منصوبو مجموعه نه ده بلكې بشپړه پرمختيائي پلېټ فارم دے٬ دا زمونږ د اولس د سباٶن مهمه قامي ګټه ده په كومه به چې هېڅ سودا ونه كړو٬ امن او استحكام د ټولو په ګټه كښې دےفاټا كښې چې مونږ څه كړې او بلوچستان كښې پيل كړې پرمختيائې كارونه د امنيت په اړه زمونږ د سوچ ښه مثال دےد بوځ سر لښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د معیشت او سلامتیا پھ سرخط سیمینار ته خطاب

کراچۍ (پاکستان نیوزپوائنٹ11اکتوبر2017ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي مونږ له به د معیشت او سلامتیا ترمېنځه د عمل وړ توازن لپاره تسلسل باوري كول وي٬ نن په كورنۍ توګه زمونږ امنيتي وضعه ښه ده٬ د رياست رټ ته رامخې ته شوو چېلنجونو ت له مو ماتې وركړې ٬ اوس هم څه ستونزې شته خو مجموعي صورتحال مستحكم دے٬ سي پېك يوازې د انفراسټركچر او توان منصوبو مجموعه نه ده بلكې بشپړه پرمختيائي پلېټ فارم دے٬ دا زمونږ د اولس د سباٶن يوه مهمه قامي ګټه ده او په دې به هېڅ سودا ونه كړې شي٬ امن او استحكام د ټولو په ګټه دے٬فاټا كښې چې مونږ څه كړې او بلوچستان كښې پيل كړې پرمختيائې كارونه د امنيت په اړه زمونږ د سوچ ښه مثال دے۔

ده د نهې په ورځ کراچۍ كښې د معیشت او سلامتیا پھ سرخط سیمینار ته خطاب كولو۔ سرلښكر ووئيل د جنګ په اختتام يو داسې وخت هم راغلې كله چې دا خبره كيدله چې انسانی تهذیب يو داسې نقطې ته رسيدلې چرته چې يواځې د اقتصادی ګټې ’’سرد منطق‘‘ قامی سلامتیا تعینوي۔ سرلښكر ووئيل نن سلامتیا او معیشت يو بل سره تړلې شوي۔ ټول قامونه په پخواني سوچ نظرثانې کولو سره نن اقتصادی استحکام او قامی سلامتیا ترمينځه توازن ته پام لرنه كوي۔

ده ووئيل مونږ د نړۍ تر ټولو زيات تاؤ ترېښوالې لرونكو سيمو كښې په يوه كښې مېشته يو او مونږ د اول نه د ګڼو بحرانونو سره مخ يو خو د تيرو څلور لسيزو راهسې دا زياتې شوې۔ سرلښكر ووئيل مونږ له به د معیشت او سلامتیا ترمينځه د عمل وړ توازن باورې كول وي۔په داسې صورت به مونږ يو داسې سباؤن ترلاسه كړې شو چې پكښې زمونږ د اولس لپاره امن او خوشحالي باوري شي۔

سرلښكر ووئيل قامی سلامتیا نن يو لويه موضوع ده۔ ده ووئيل نن په كورنۍ توګه د امنيت وضعه ښه ده او مونږ له پھ نېشنل ایکشن پلان عمل درآمد له هڅو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د مدرسو اصلاحات ته هم اړتيا ده۔ مونږ د خپلو ځوانانو لپاره محدود آپشنز نه شو پرېښودلې۔ مدرسو له به هم خپلو زدكوونكو له د ټولنې ګټه ور غړي جوړول وي دغسې چې د ژوند په ټولو څانګو كښې پرمختګ وكړې شي۔

جنرال قمر جاوید باجوہ د بهرنو محاذونو ذکر کولو سره ووئيل زمونږ ختيز كښې هند او لويديز كښې غیر مستحکم افغانستان دے۔ مونږ خپله لويديزه پوله سفارتی، پوځي او اقتصادی اقداماتو د لارې امناكه ساتلو له سنجیدہ او كوټلې هڅې كوو۔ فاټا او او اړوندو سيمو كښې امنيت زيات كړې شوې۔ ده ووئېل په اصل كښې فاټا كښې چې مونږ څه كړې او بلوچستان كښې چې كوم كارونه پيل كړې شوي ، هغه د امنيت په اړه زمونږ د سوچ ښه مثال دے۔

ده ووئيل مونږ هند سره امناكه او د معمول اړيكو له د خپل حقیقی خواهش څرګندونه هم كړي۔ په دې مهال ده هېواد كښې د امنيت په چاپيرچل ښه والې په لړ كښې د لوبو او كلتور لويو ایونټس كولو او سی پیك پروژو له د امنيت وركولو په اړھ هم ګډون كوونكې خبر كړل۔ سرلښكر ووئيل د هېواد د معیشت اشاریئ ښې دي۔ ګروتھ زياتېږي خو قرضې هم زياتې شوي۔ انفراسټرکچر او توان كښې ښه والې راغلې خو روان کرنټ اکاؤنټ بیلنس زمونږ پھ حق كښې نه دے۔

ده ووئېل جی ډی پی كښې د ټیکس شرح کمه ده د كومې زياتولو ته چې اړتيا ده خو دې سره سره د پاکستان عام وګړې له د ریاست د اړخه مرستې او يو برابر سلوك باوري كولو ته اړټيا ده۔ د پوځ سر لښكر ووئيل دا وخت دې چې مونږ اقتصادی نمو او پائیداریت ته پام لرنه وكړو۔ ده ووئيل د قامی سلامتیا کونسل په غونډو كښې په معیشت هم خبره كېږي۔ مونږ له به د خپل سباؤن محفوظولو له سختې پريكړې كول وي۔

سرلښكر ووئيل کراچۍ د پاکستان اقتصادی سرښار دے كوم چی زمونږ د ریونیو لويه برخه لرې۔ ده ووئيل كله چې زمونږ دښمن پاکستان ته زيان رسول غواړي هغه د کراچۍ د غیر مستحکمولو هڅه كوي۔ ده ووئيل كوټلې نمو او پرمختګ په ځائې ساتلو له به مونږ له هېواد كښې امن باورې كول وي۔سرلښكر ووئيل نن پاکستان د تزویراتی چیلنج سره مخ دے ۔ بهرني عناصر زمونږ په امنيتي ترجیحاتو د اثر انداز كيدو هڅه كوي۔

ده ووئيل د دغې هڅو محور د چین پاکستان اقتصادی راهداری ده۔ جنرال باجوه ووئيل دا راهداري يواځې انفراسټرکچر او د برېښنا د پروژو مجموعه نه ده ، دا پھ اصل كښې بشپړه پرمختيائي پلیټ فارم دے۔٬ دا زمونږ د اولس د سباٶن مهمه قامي ګټه ده په دې به هېڅ سودا ونه كړې شي۔ سر لښكر ووئيل نن نړۍ كښې د امنيت انحصار په اقتصادی طاقت دے او دې لپاره بايد زمونږ سوداګر پیداوار او برآمدات زياتولو كښې خپل کردار ترسره كړي۔ مونږ د امنيت په محاذ خپل کردار ترسره كړې۔ دا اوس پھ تاسو ده چې شروعات وكړئ او معیشت مخ پھ وړاندې بوځۍ۔ سرلښكر د سیمینار د منتظمینو هڅې ستائلو سره هيله څرګنده كړه چې دلته وړاندې كړې شوي تجاویز به اقتصادی او امنيتي دواړه څانګو له د کار وړ ثابت شي۔