هيله ده د سوئيلي اسيا اقتصادي يونين جوړېدو خوب به زر رښتيا شي٬

سارك هېوادنو له به په ګډه هدفونو له په زړه پورې پاملرنه كول وي٬ د نان ټېرف او نورو خنډانو لرې كولو له به د تجارت٬ خدمات ٬ رابطې ښه كول٬ د انرژۍ په اړه مرسته ٬ د كسټمز طريقه كار ساده كول او د سرمايه كارۍ ودې او تحفظ لپاره د سارك اېګرېمنټ پحقله لوظنامې له هلې ځلې ګړندۍ كولو ته اړتيا ده۔د خزانې وفاقي وزير اسحق ډار د سارك خرانې وزيرانو 8مې غونډې پراستې سېشن ته وېنا

هيله ده د سوئيلي اسيا اقتصادي يونين جوړېدو خوب به زر رښتيا شي٬
سارك هېوادنو له به په ګډه هدفونو له په زړه پورې پاملرنه كول وي٬ د نان ټېرف او نورو خنډانو لرې كولو له به د تجارت٬ خدمات ٬ رابطې ښه كول٬ د انرژۍ په اړه مرسته ٬ د كسټمز طريقه كار ساده كول او د سرمايه كارۍ ودې او تحفظ  لپاره د سارك اېګرېمنټ پحقله لوظنامې له هلې ځلې ګړندۍ كولو ته اړتيا ده۔د خزانې وفاقي وزير اسحق ډار د سارك خرانې وزيرانو 8مې غونډې پراستې سېشن ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار هيله څرګنده كړې ده سيمه ايز پرمختګ لپاره او د منطقې اولس د لوګې ٬ بې وسي او ناخواندګۍ څخه خلاصولو له به د سوئيلي اسيا اقتصادي يونين جوړېدو خوب به زر رښتيا شي٬ په دې لړ كښې سارك هېوادنو له به شريكو هدفونو ته په زړه پورې پاملرنه كول وي۔وفاقي وزير دا خبرې د سارك خرانې وزيرانو 8مې غونډې پراستې سېشن ته خپلې وېنا كښې وكړې۔

وزیر اعظم محمد نواز شریف د پرانستې دستوره كښې خاص مېلمه ٶ او د سارك سېكتر جنرل ارجن بهادر تهاپا ٬ د سارك غړيو هېوادونو د خزانې وزيرانو٬ وفاقي وزيرانو او د سارك هېوادونو د خزانې سېكتران هم په دې موقع موجود وو۔د خزانې وزير د سارك هېوادونو د استازو هركلي كولو سره ووئيل د سوئيلي اسيا منطقه كښې د اولس د پرمختګ حاجتونه ترسره كولو له يو شمېر موقعې او صلاحيتونه موجود دي٬ په دې لړ كښې شريكه لائحه او د سارك هېوادونو ترمېنځه يو ډول معامله د اولس اقتصادي او سماجي بهترۍ لپاره اسانۍ كارولو له پاملرنې ته اړتيا ده۔

اسحاق ډار ووئيل قامي حكومتونو له به د سوئيلي اسيائي اقتصادي يونين جوړېدو خوب رښتيا كولو له به شريكو هدفونو لپاره په زړه پورې پاملرنه كول او په دې لړ كښې به د سارك هېوادونو لخوا په قامي كچه انفرادي هڅې د سوئيلي اسيا اقتصادي يونين منزل پلو مرستياله وګرځي ۔ده ووئيل زمونږ مشرانو له به د سارك هېوادونو ترمېنځه تجارت ، سرمایه کاری، فنانس، توان، انفراسټرکچر او د رابطه کارۍ په څانګو كښې مرسته زياتولو له پرله پسې ټېنګار كول وي۔

د خزانې وزير ووئيل د سارك هېوادونو ترمېنځه نان ټېرف او نورو خنډانو لرې كولو له به د تجارت٬ خدمات ٬ رابطې ښه كولو٬ د توان په اړه مرسته ٬ د كسټمز طريقه كار ساده كول او د سرمايه كارۍ ودې او تحفظ لپاره د سارك اېګرېمنټ پحقله لوظنامې له هلې ځلې ګړندۍ كولو ته اړتيا ده ۔ اسحاق ډار ووئيل پاکستان سارك معاملو له فعاله كردار لوبولو سره دا يو كامياب سيمه ايز تنظيم ليدل غواړي او نزدې سيمه ايز اتحاد لپاره په قامي كچه ګڼ شمېر ګامونه پورته كړې شوې ۔

ده د سارك خزانې سېكترانو لخوا وزارتي غونډې له د وړاندېزونو د جوړېدو ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د وزارتي غونډې لپاره دې د عمل وړ تجويزونه تيار كړې شي كوم چې به سږ كال په نهم او لسم نومبر اسلام آباد كښې د سارك هېوادونو مشرانو كنفرنس ته وړاندې كولې شي ۔په دې موقع د سارك عمومي سېكتر ارجن بهادر تهاپا ووئيل د سارك هېوادنو د خزانې وزيرانو 8مه غونډه كول په اصل كښې سيمه ايز پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم عكاسي ده ۔

ده ووئيل سوئيلي اسياء كښې د سيمه ايز اتحاد لوې صلاحيت موجود دے كوم چې د سيمې اولس مجموعي ګټې له پراخه موقع لري۔ده د سارك خزانې وزيرانو د 8مې غونډې په كوربتوب كولو د پاكستاني حكومت ستائنه كولو سره ووئيل په پرانستې غونډه كښې د وزیر اعظم محمد نواز شریف ګډون دې نتظيم سره د پاكستان تړون او د قيادت د عزم عكاسي كړې۔ (م ع/ض ض/ګ ل/1903)