سکردو كښې د وزیراعظم د نېشنل هېلت انشورنس پروګرام پېل شو٬د سكردو ٬ كهرمنګ او سګر 28 زره 400 كورنۍ به دې پروګرام څخه استعفاده كوي

سکردو كښې د وزیراعظم د نېشنل هېلت انشورنس پروګرام  پېل شو٬د سكردو ٬ كهرمنګ او سګر 28 زره 400 كورنۍ به دې پروګرام څخه استعفاده  كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26اگست 2016ء) سکردو كښې د وزیراعظم د نېشنل هېلت انشورنس پروګرام پېل شوے٬د سكردو ٬ كهرمنګ او سګر 28 زره 400 كورنۍ به دې پروګرام څخه مستفيدې شي٬ د پروګرام له مخې به د كورني رنځونو درملنه چې پكښې بائي پاس٬ انجيو پلاسټي٬ سوځېدونكي كسان٬ پېښې٬ كېنسر او د شوګر رنځورانو له انسوليسن شامل وي لپاره به 2 لكه 50 زره روپۍ د كورنۍ په سر په د كال وركولې شي دغسې د ماشومانو رنځونو ٬ زېږون ٬جراحت او د نورو رنځونو درملنه به هم كولې شي او دې لپاره د كورنۍ په سر 50 زره روپۍ په كلنه توګه بېلې كړې شوې ۔

دې پروګرام پرانستې دستوره تېره ورځ سكردو كښې وشوه چې پكښې د قامي روغتيا وزارت دوهم سېكتر ډاكټر هاشم پوپلزئۍ د روغتيا دوهمي وزيرې سائره افضل تارړ لخوا پېغام واورولو۔