د روغتيا غوره آسانې وركولو لپاره ګوادر كښې د 6 اربه روپو په لګښت د 50 كټونو روغتون د 300 كولو پروژه روانه ده۔ لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ

د روغتيا غوره آسانې وركولو لپاره ګوادر كښې د 6 اربه روپو په لګښت د 50 كټونو روغتون د 300 كولو پروژه روانه ده۔ لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ

كوئټھ (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) د رياستونو او سرحدي چارو وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال عبدالقادر بلوچ وئېلي دي د روغتيا غوره آسانې وركولو لپاره ګوادر كښې د 6 اربه روپو په لګښت د 50 كټونو روغتون د 300 كولو پھ پروژه عمل روان دے۔په ګوادر كښې د ځوانانو فني او وظيفائي تعليم لپاره پاك چين ټېكنيكل ووكېشنل انسټي ټيوټ هم جوړولې شي۔ده دا خبرې اے پي پي سره په يو خاص مركه كښې وكړی۔

وفاقي وزير ووئيل د 46 اربه ډالرو د پاكستان او چين اقتصادي لارې پروژه د پاكستان روښانه سباؤن دے او د دې څخه بشپړه استفاده كولو لپاره حكومت جامع پلان لری۔ده ووئيل دې پروژې سره به معيشت مستحكم شي او د خلقو د ژوند معيار به هم ښه شي۔ده ووئيل په ګوادر كښې د پرمختيائي چارو او د ډوېلپمنټ اتهارټۍ د جوړولو اندازه 3.45 اربه روپۍ لګولې شوې٬ 12 اربه روپۍ د اوبو او نورو پروژو لپاره بېلې كړی شوي۔وفاقي وزير ووئيل چين د پاكستان اعتباري ګاونډي دے۔د دواړو هېوادونو ستراتېژېكي معاشي٬كلتوري او سماجي اړيكې د لسيزو نه دوام لري۔د پاكستان او چين دوستي په هر آزمېښت او امتحان پوره ختلې او ورځ پھ ورځ دا اړيكې لا قوي كېږي۔( م ع/ض ض/ وس/1936)