په نېشنل ایکشن پلان د عملدرآمد پیشرفت جاج اخستلو له۔

د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې غونډه وزیراعظم د بيلا بېلو صوبائی او وفاقی ایجنسو د اړخه په نېشنل ایکشن پلان عملدرآمد كښې په پیشرفت د اطمینان څرګندونه او د عمل لا تندولو هدايت وكړو

په نېشنل ایکشن پلان د عملدرآمد پیشرفت جاج اخستلو له۔
د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې غونډه وزیراعظم د بيلا بېلو صوبائی او وفاقی ایجنسو د اړخه په نېشنل ایکشن پلان عملدرآمد كښې په پیشرفت د اطمینان څرګندونه او د عمل لا تندولو هدايت وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د بيلا بېلو صوبائی او وفاقی ایجنسو د اړخه په نیشنل ایکشن پلان عملدرآمد كښې په پیشرفت د اطمینان څرګندونې سره د دې عمل لا تندولو هدايت كړے۔ د شورو په ورځ په نېشنل ایکشن پلان د عملدرآمد پیشرفت جاج اخستلو له د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د دې عزم څرګندونه وشوه چې د ترهه ګرۍ لعنت ختمول نه خو چوائس او نه آپشن بلکې دا زمونږ وجود او بقاء لپاره ضروري دي۔

د وزیراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د ترهه ګرۍ د ختمولو هڅو په اړه د بيلا بيلو قوانينو جاج واخستل شو او دغه قوانین زیات مؤثر كولو په تګلاره هم غور وشو۔ د قامی سلامتیا سلاكار او په نېشنل ایکشن پلان د عملدرآمد او د جائزہ کمېټۍ کنوینئر لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه د نېشنل ایکشن پلان د بيلا بيلو اړخونو په حقله د عملدرآمد صورتحال په اړه پریزنټېشن وركړو۔

وزیراعظم د بيلا بيلو صوبائی او وفاقی ایجنسو د اړخه په نیشنل ایکشن پلان په عملدرآمد كښې په پیشرفت د اطمینان څرګندونې سره د دې عمل لا تندولو هدايت وكړو۔ د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ د اړخه وزیراعظم ته په وړاندې كړې شوي راپور هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او دا پريكړه وشوه چې د کمېټۍ په سفارشاتو قامی اتفاق رائې لپاره دې لا بحث لپاره دا راپور عام کړے شي۔ په غونډه كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف، د خزانې وزیر محمد اسحاق ډار، د كورنيو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان، د وزیراعظم د خارجه چارو سلاكار سرتاج عزیز، د آئی اېس آئی ډی جی لیفټېننټ جنرال رضوان اختر او نورو چارواكو ګډون وكړو.