مونږ د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ تحریك چلوو ، د مخالفینو تحریك د فساد، بدامنۍ او پرمختګ په ضد دے ، د پاکستان څخه به تيارې ختمولې شي ، سوكالي او رڼاګانې به راوستلې شي،

د چین په مرسته د راهدارۍ پروژه به زر تر زره بشپړولې شي ، مونږ د ريلوے او پی آئی اے خراب حالت ښه كړې ، د پی آئی اے پریمیئر سروس به د سیالکوټ څخه هم پيل كولې شي ، د سیالکوټ څخه تر د درې ساعتونو مزل به په 50 دقيقو كښې كولې شي ، موټروے به د سیالکوټ څخه تر کھاریا هم رسولې شي د وزیراعظم محمد نواز شریف د سیالکوټ۔لاهور موټروے پروژې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې په مهال اولسې غونډې ته وينا

مونږ د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ تحریك چلوو ، د مخالفینو تحریك د فساد، بدامنۍ او پرمختګ په ضد دے ، د پاکستان څخه به تيارې ختمولې شي ، سوكالي او رڼاګانې به راوستلې شي،
د چین په مرسته د راهدارۍ پروژه به زر تر زره بشپړولې شي ، مونږ د ريلوے او پی آئی اے خراب حالت ښه كړې ، د پی آئی اے پریمیئر سروس به د سیالکوټ څخه هم پيل كولې شي ، د سیالکوټ څخه تر د درې ساعتونو مزل به په 50 دقيقو كښې كولې شي ، موټروے به د سیالکوټ څخه تر کھاریا هم رسولې شي د وزیراعظم محمد نواز شریف د سیالکوټ۔لاهور موټروے پروژې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې په مهال اولسې غونډې ته وينا

سیالکوټ(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې مونږ د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ تحریك چلوو ، د مخالفینو تحریك د فساد، بدامنۍ او پرمختګ په ضد دے۔ ده د ګل په ورځ د سیالکوټ۔لاهور موټروے پروژې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې په مهال اولسې غونډې ته وينا كوله۔ ده ووئيل چې د موټروے پروژه د سیالکوټ اولس لپاره ډالۍ ده ، زمونږ کنټېنر د پرمختګ او سوكالۍ کنټېنر دے، مونږ د هيواد سړكونه جوړوو ، د پاكستان اولس پرمختګ او سوكالي غواړي ، اولس د پرمختګ په خاطر فساد رد كړے ، راروانو دوه كلونو كښې د پرمختګ په اړه تاريخ جوړوو، پوځ ، پولیس او امنيتي ادارو ته سلام كوو ، ترهه ګري به تل ختمولې شي۔

ده ووئيل چې د پاکستان څخه به تيارې ختمولې شي، سوكالي او رڼاګانې به راوستلې شي، د چین په مرسته د راهدارۍ پروژه به زر تر زره بشپړولې شي، مونږ د ريلوے او پی آئی اے خراب حالت ښه كړے ، د پی آئی اے پریمیئر سروس به د سیالکوټ څخه هم پيل كولې شي ، د سیالکوټ څخه تر د درې ساعتونو مزل به په 50 دقيقو كښې كولې شي ، موټروے به د سیالکوټ څخه تر کھاریا هم رسولې شي۔

ده ووئيل چې د سیالکوټ پھ تاريخ كښی نن ورځ يوه ښھ ورځ ده دلته د موټروې د بنياد تيګه اېښودلې كېږي٬ دې سره به سیالکوټ ټول هيواد سره وتړلې شي ، د سیالکوټ څڅه تر پسرور سړك به هم جوړولې شي۔ ده ووئيل د اولس جذبه كتلو سره به د کنټېنر خبره كونكي پھ قلاره كېني۔ ده ووئيل ځينې خلك د پاكستان پرمختګ او سوكالي نه غواړي ، 2013ء كښی د هيواد هر ځائ احتجاج وو ، اوس هر پلو سوكالي ده ، تر 2018ء به د هيواد څخه لوډ شیډنګ ختم شي۔

وزیراعظم ووئيل چې د موټروے پروژه د سیالکوټ اولس لپاره ډالۍ ده ، ما سپارښتنه كړې چې دا پروژه به د دوه كالو نه هم په لږه موده كښې بشپړولې شي۔ ده ووئيل چې زه د سیالکوټ د اولس سره د زړه نه مينه كوم ، مونږ به په سباؤن كښې هم د دې ځائ وګړو له د پرمختګ ډالۍ وركوو۔ وزیراعظم ووئيل دا به يو ښھ موټروے وي۔ وزیراعظم ووئيل چې 1999ء كښې كه زمونږ حکومت ختم شوې نه وے نو نن به ټول هيواد كښې موټرویز جوړ شوې وې ، مونږ په هغه پروژو بيا تندۍ سره كار پيل كړو ، د فیصل آباد نه تر ملتان لپاره د موټروے پھ پروژه كار روان دے ، د سکھر نه تر حیدرآباد او تر کراچۍ به موټروے جوړولې شي ، مونږ به د خنجراب نه تر کراچۍ د سړكونو جال غزوو۔

ده ووئيل چې ترهه ګري هم پھ ختميدو ده ، مونږ خپل پوځي افسرانو او ځوانانو او پولیس افسرانو ، او امنيتي ادارو او اولس ته سلام کوو چا چې په مړانه جنګ وكړو۔ ده ووئيل چې په ټول هيواد كښې به د برېښنا کارخانې لګولې شي ، ساهیوال، قصور، تھر، کراچۍ كښې به پاور پلانټس لګولې شي، د سكارو څخه د برېښنا او په ګاز چليدونكې پروژې به پيل كولې شي۔ ده ووئيل چې د توان پروژې پھ بشپړولو د چین مننه كوو۔

ده ووئيل چې د اولس پرمختګ او سوكالي زما فرض دے٬ دې لپاره به شپه ورځ كار كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د موټروے سره به د سیالکوټ تقدیر بدل شي۔ وزیراعظم ووئيل چې د پاکستان ځوانان د هيواد پرمختګ او سوكالي غواړي۔ وزیراعظم ووئيل کالا شاہ کاکو څخه به نوې سړك جوړولې شي كوم به چې د لنك سړك سره تړلې شي۔ ده ووئيل سیالکوټ كښی اورنج لائن ټرین او میټرو بس سروس به هم پيل كولې شي.