د اقتصادی راهداری فرېم ورک د كاغذ څخه د 46 ارب ډالرو په سرمایه کارۍ كښې بدل كړے شوے۔

دا منصوبه به نه يوازې د چين او پاكستان بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

د اقتصادی راهداری فرېم ورک د كاغذ څخه د 46 ارب ډالرو په سرمایه کارۍ كښې بدل كړے شوے۔
دا منصوبه به نه يوازې د چين او پاكستان بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 22اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې اقتصادی راهداری فرېم ورک د كاغذ څخه د 46 ارب ډالرو په سرمایه کارۍ كښې بدل كړے شوے۔ دا منصوبه به نه يوازې د چين او پاكستان بلكې د ټولې منطقې په ګټه وي۔ وفاقي وزير تېره ورځ په بهرنيو هېوادونو كښې تعينات اتاشيانو سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل چې په 46 اربه ډالرو كښې د 18 اربه ډالرو په منصوبو كار پېل شوے۔ د 17 ارب ډالر منصوبې په پائپ لائن كښې دي۔ ده ووئيل چې د دې منصوبې په ضد پروپېګنډا كوؤنكو ته به هېڅ هم په لاس ورنشي۔