هند كنټرول لائن سره په د عام وګړو په ودانيو پرله پسې ډزې كوي٬ پاكستان د خپلو وګړو د تحفظ حق لري٬د هند د هر ډول بريد به بشپړه ځواب وركولې شي٬ د امريكائي استخباراتو لخوا د پاكستان دننه د هند جارحانه كاروائيو پحقله بيان په اندازو آډانه دے٬ اميد دې چې ھغوي به كومه مهم جوئي نه كوي۔ د دفاع وزير خرم دستګير خان سېنېټ كښې څرګندونې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22اگست2017ء) د دفاع وزير خرم دستګیر خان وئيلي چې هند كنټرول لائن سره په سوېلين آبادۍ پرله پسې ډزې كوي٬ پاكستان د خپلې آبادۍ د تحفظ حق لري٬د هند د هر ډول بريد به بشپړه ځواب وركولې شي٬ د امريكائي استخباراتو لخوا د پاكستان دننه د هند جارحانه كاروائيو پحقله بيان په اندازو آډانه دے٬ هند د دا ډول كاروائيو د نتيجو علم لري٬ اميد دې چې ھغوي به كومه مهم جوئي نه كوي۔

د ګل په ورځ سېنېټ كښې د سناتورې سحر كامران د پام راګرځونې د نوټس په ځواب كښې ده ووئيل پاكستان د هند لخوا د خطرو نه ښه خبر دے او پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف د هېواد كردار ادا كوي٬ د ترهه ګرۍ په ضد پوځي كاروائۍ روانې دي٬ وړومبې ضرب عضب او اوس ردالفساد عمليات روان دي او د دې نه علاوه په استخباراتي بنياد هم كاروائۍ كېږي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ترهه ګر تنظيمونو كوم محفوظ ځايونه شته۔ ده ووئيل هند كنټرول لائن سره په سوېلين آبادۍ پرله پسې ډزې كوي د كومې به چې بشپړه ځواب وركولې شي ۔ ده ووئيل د هند هڅې امن لپاره سودمندې نه دي۔