د سنټرل ډویلپمنټ ورکنګ پارټی په غونډه كښې د 37.7 ارب روپو 15 منصوبو منظوری

خېبر پختونخوا كښې د 19 ارب روپو په مصرف د سړكونو بحالي ٬ كرك كښې خوشحال خان خټك پوهنتون كښې تعليمي بلاك ٬ سوات پوهنتون كښې د مېرمنو كېمپس ٬ غازی خان پوهنتون كښې تعليمي اسنانيو كښې ښه والې او سوات كښې د هاكي لوبې مصنوعي مېدان جوړولو منصوبې شامل دي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ22اگست2017ء) د سنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټۍ غونډه د پلاننګ كمېشن چيئرمېن سرتاج عزیز په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د وفاقي وزارتونو او صوبائي محكمو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د سی ډی ډبلیو پی په غونډه كښې په مجموعي توګه د 37.7 ارب روپو 15 منصوبې منظور كړې شوې په دې كښې د 12.3 ارب روپو 13 منصوبو حتمی منظوری وركړې شوه او د 25 ارب مصرف 2 مهمې منصوبې د اېکنک منظورۍ له ولېږلې شوې۔

غونډه كښې د خېبر پختونخوا هائي اتھارټي د 19 ارب 49کروړ 50لکهھ مالیت د صوبائي سړكونو بحالولو منصوبه وړاندې كړه كومه چې غونډه كښې حتمي منظورۍ له اېكنېك ته ولېږلې شوه۔ دغسې د اېچ اي سي لخوا د 5 ارب 25 کروړ 71 لکهھ 65 زره روپو 4 منصوبې وړاندې كړې شوې كومه كښی چې د 56 کروړ 42 لکهھ 60 زره روپو ماليت د كرك خوشحال خان خټك پوهنتون كښې تعليمي بلاك جوړولو منصوبه منظور كړې شوه۔

دې سره سره د 89کروړ 39لکهھ 44 زره روپو سوات پوهنتون كښې د مېرمنو كېمپس جوړولو منصوبې منظوري وركړې شوه۔ ډیرہ غازی خان كښې د غازي خان پوهنتون تعليمي اسانيو له د يو ارب 59 كروړ 56 لكهه 38 زره روپو منصوبه منظور كړې شوه۔ دغسې سوات كښې د هاكۍ لوبې مصنوعي مېدان جوړولو له انټر پروونشنل کوآرډینیشن ډویژن د 16 کروړ 5لکهھ 62 زره روپو منصوبه وراندې كړه كومه چې غونډې منظور كړه۔