جماعت اسلامي به په پېښور كښې د جشن آزادې په موقع د اګست په 13مه نېټه د آزادې نائټ لمانځي

جماعت اسلامي به په پېښور كښې د جشن آزادې په موقع د اګست په 13مه نېټه د آزادې نائټ لمانځي

پېښور (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) جماعت اسلامي په پېښور كښې د جشن آزادې په موقع د اګست په 13مه نېټه د آزادې نائټ لمانځلو اعلان كړے۔ په دې لړ كښې د پېښور د جماعت اسلامي امير صابر حسېن اعوان په مشرې كښې يوه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د جماعت اسلامي پېښور عمومي سېكتر عتيق الرحمان او نورو مشرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د اګست په 13مه نېټه د پېښور په جناح پارك كښې د جماعت اسلامي تر سيوري لاندې د آزادې نائټ لمانځلو د انتظاماتو جاج واخستل شو۔