په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د آزادې د جشن په لړ كښې تيارې په ښه ډول روانې دي

په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د آزادې د جشن په لړ كښې تيارې په ښه ډول روانې دي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د آزادې د جشن په لړ كښې تيارې په ښه ډول روانې دي۔ د آزادې 70مه ورځ په ښه ډول لمانځلو لپاره په خلقو كښې جوش او جذبه ليدل كېږي۔ سړكونه٬ لارې كوڅې او كورونه په قومي بېرغونو ښائسته كړې شوي دي او ځائ په ځائ د بېرغونو٬ بېجونو سټالونه لګول شوي دي۔ تعليمي ادارې هم د آزادې د جشن دستورو ته حتمي شكل وركوي۔

راډيو پاكستان هم د آزادې د جشن په لړ كښې ځانګړي پروګرامونه تيار كړي دي۔ له بلې خوا د اسلام آباد مېټرو پولېټن كارپورېشن هم د آزادې جشن په ښه ډول لمانځلو لپاره بېلا بېلو دستورو ته حتمي شكل وركړے۔ د اګست په 14مه نېټه به په آرټس اېنډ كرافټ وېلج كښې د آزادې مېله هم كولې شي۔ په دې ورځ د آزادي سائيكل رېس پروګرام هم تيار كړے شوے۔ د اسلام آباد ميئر هدايت كړے چې د اګست د 13 او 14مې نېټې په شپه دې د آتش بازې انتظام هم وكړے شي۔