په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزۍ په كولو هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام ګرځول او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي٬په اېل او سي د جنوري 2013 څخه تراوسه د هندۍ ډزو په نتيجه كښې 66 كسان شهيدان شوي٬د 1 نومبر 2016 څخه تراوسه د هند د اړخه په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ 319 ځل خلاف ورزۍ شوي۔د دفاع وزير خرم دستګير قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ خلاف ورزي كولو سره هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه نړيوال پام ګرځول او د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي٬په اېل او سي د جنوري 2013 څخه تراوسه د هندي ډزو په نتيجه كښې 66 كسان شهيدان شوي ٬د 1 نومبر 2016 څخه تراوسه د هند د اړخه په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ 319 ځل خلاف ورزۍ شوي٬تېرو ورځو كښې په پارلمان كښې د وزيراعظم ټاكنې سره نړۍ له دا پېغام وركړی شوې چې په هېواد كښې حالات څنګه هم وي په آئين او قانون به عملداري كولې شي۔

د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د خالده منصور د پوښتنې په ځواب د دفاع وزير خرم دستګير خان ووئيل د هند د اړه په لائن آف كنټرول د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ پاك پوځ بشپړ ځواب وركوي۔پاكستان چرته هم وړاندې والې نه دې كړی۔ ده ووئېل هند په مقبوضه كشمير كښې د آزادۍ هلو ځلو ته زيان رسول غواړي او په كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام ګرځول غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ له په ګډه پارلمان قوي كول وي٬پارلمان زمونږ د عظمت نښه ده۔د ډزبندۍ خلاف ورزي كولو به ځواب وركولې شي۔