د سي پېك ترمخه د انرژۍ پروژو لپاره 35 اربه ډالرو كښې يو ډالر قرض هم نشته۔د انفراسټركچر پروژو لپاره په آسانو شرطونو د 25 كلونو لپاره قرض راكړې شوې۔داخله وزير احسن اقبال

د سي پېك ترمخه د انرژۍ پروژو لپاره 35 اربه ډالرو كښې يو ډالر قرض هم نشته۔د انفراسټركچر پروژو لپاره په آسانو شرطونو د 25 كلونو لپاره قرض راكړې شوې۔داخله وزير احسن اقبال

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د سي پېك ترمخه د توان پروژو لپاره 35 اربه ډالرو كښې يو ډالر قرض هم نه دې شامل۔د انفراسټركچر پروژو لپاره په آسانو شرطونو د 25 كلونو لپاره قرض راكړې شوې۔د مخالفې ډلې د اړخه د سي پېك په اړه غلط فهمۍ پیدا كړی شوي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د مسرت احمد زېب د پوښتنې پھ ځواب د مواصلات پارلماني سېكتر عالم دادلاليكا ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سړك پروژې اوږد والې 106 كلوميټره دے۔

ايكنك اپرېل 2017 كښې په خپله غونډه كښې د 19 اربه 18 كروړه 84 لكه روپو لګښت سره د دې پروژې د پي سي ون منظوري وركړې وه ۔احسن اقبال ووئيل د سي پېك انفراسټركچر ټولې پروژې په رعايتي نرخونو وركړې كېږي۔ ده ووئېل د اپوزيشن د اړخه د سي پیك په حقله غلط فهمۍ پېدا شوي دي۔35 ارب ډالره توان پروژو كښې 1 ډالر قرض هم نشته او د انفراسټركچر پروژو لپاره په آسانو شرطونو قرض راكړې شوې۔ده ووئيل د چترال چكدرې سړك هم په دې كښې شامل دے ٬ميرپور٬مظفرآباد٬مانسهره به د سي پېك سره تړلې شي۔